شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد افغان مشرانو اختریزې لیدنې له ولسي هرکلي سره مخ شوې دي

د افغان مشرانو اختریزې لیدنې له ولسي هرکلي سره مخ شوې دي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: د اختر په دویمه ورځ د افغان حکومت د سیاسي مشرانو تر منځ د مبارکیو یو لړ لیدنې شوې دي چې په ټولنیزو شبکو یې خلکو د پراخ هرکلي تر څنګ دا د یووالي او افغاني کلتور د ساتنې نښه بللې ده.

تېره ورځ عبدالله عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه له خپل کور څخه له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یو انځور خپور کړ او زیاته یې کړه چې نوموړی یې د اختر مبارکۍ په پار کور ته ورغلی و.

په انځور کې عبدالله په ځمکه ناست دی او حامد کرزی پر توشک ناست او توده کیسه کوي، چې خلکو دا د افغاني کلتور د متقابل درناوي غوره نښه بللې.

بلخوا ولسمشر غني بیا دوه انځورونه خپاره کړي دي چې یو یې عبدالله عبدالله سره د اختر د مبارکۍ او بل یې له حامد کرزي سره د اختر د مبارکۍ دی او خلکو یې په اړه د تود هرکلي تر څنګ ویلي، افغانان نه جلا کېدونکي دي.

همدا راز حمد الله محب بیا پنجشېر ته د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح لیدو ته ورغلی او د دواړو مشرانو ترمنځ صمیمانه لیدنې ته خلکو خوشالي ښکاره کړې ده.
ځینو ویلي، چې امرالله صالح مرور شوی دی او محب یې د پخلا کولو لپاره ورغلی، خو د امرالله صالح دفتر تاند ته ویلي، ښاغلی صالح په رخصت پنجشېر ته تللی او ځان یې د کورونا له کبله قرنطین کړی دی.

1 COMMENT

  1. د اختر پیام د وصل دی نه د فصل . د اختر پیام د جوړولو دی نه دورانولو ، د اختر پیام د خیر او خیګڼی دی نه د بغض او عداوت ددوام . افغانانو ! خپل کور نور مه ورانوی ! نور خپل کور مه ورانوی ! ورانول اسانه او جوړول سخت دی ! اول خپل کور جوړ کړی ، څوک چه خپل کور خرابوی هیڅکله د عزت خاوند نه شی کیدلای .اول را ځی چه د خپل کور د جوړ ولو د پاره سره یوځای ملا وتړو او بیا وروسته خپل فکری اختلافات د خبرو او تفاهم په آزاده فضا کی په خپل کور کی سره حل کړو ، یو دبل نظر او سلیقه تحمل کړو . د افکارو اختلاف او تفاوت د انسان په تاریخ کی یو منلی او دوام داره حقیقت دی ، د مذاهبو تعدد هم ددغه حقیقت یوه بلګه ده . اصلآ په کائناتو کی د تفاوت اصل یو واقعیت دی ، داسی هیڅ موجود نه شی پیداکولای چه د هغه په شان ، دی کټ مټ بل موجود وجود ولری ، حتی دوه غبرګولی هم یود بله تفاوت په جسم اوروح کی لری ، په نړی کی ۸ میلیلرده انسانان د ۸ میلیارده مختلفو انجنری نقشو د مخی دیزاین شوی او خلق شوی ، په هر انسان کی منفی او مثبتی انګیزی البته به مختلف انداز وجود لری. ددی ټولو واقعیتونو یوه معنی دا هم ده چه مثبتی انګیزی سره وصل او غښتلی کړل شی او منفی انګیزی او فکتورونه د تفاهم ، دیالوګ او یوبل ته د مشورو او بحثونو د لاری کم کړل شی او یا هم محو کړل شی ، د خیر او نیکی رسولویا دعوت یو مفهوم د اسلام د نظره همدغه دی . خو ددغه واقعیتونوا موجودیت معنی هیڅکله هم دا نه ده چه د فکری یا سلیقوی تفاوتونو په بنا چه هر څوک وغواړی خپله مفکوره او سلیقه په ټول کور باندی ومنی جنګ ته مخه کړو او خپل کور خراب کړو او خپل خلک ووژنو . دا لوی کور زموږ ګران افغانستان دی ، د افغانستان نه بیرون موږته افغان ویل کیژی . هو زموږویاړلی او تاریخی کور افغانستان دی ، په افغانستان کی امنیت دی ، ملی پیوستون دی ، د ملت سوکالی ده ، د ملک د آبادی اوواقعی خپلواکی ( په ځان بسیایی ) خواته د ټول ملت حرکت دی، هغه خپلواکی چه زموږ لاس نورو ته اوږد نه وی ، بلکه موږ یی نورو محتاجو ملکونو ته ورکړو ، اوس زموږ په مملکت کی د غربت کچه داده چه ۶۰ فیصده خلک د فقر د خط لاندی ژوند لری ، موږپه میلیونونو افغانان په جنګونو کی شهیدان شوی او یا هم معیوب شوی ، دهغوی کورنی بی سرپرسته پاته دی ، په میلینونو افغانان مهاجرشوی او بی ځایه شوی ، د جنګ نه علاوه طبیعی افاتو هم دغه غریب ملک ځپلی ، دادی اوس د کرونا د وبا سره هم مخامخ شوی ، که څه هم افغانستان فعلآ د فقر او ناداری سره مخامخ دی خو په حقیقت کی ډیر قوی مالی او اقتصادی زیرمی او فرصتونه لری ، خو به دی شرط چه د ددی ملک د ورانولو نه لاس واخلو او یو پایداره امنیت ته لاره هواره شی ، نو بیا به په دیره چټکی سره زموږ کور( افغانستان ) د فقر او احتیاج نه د خلاصون په لور حرکت وکړی . او هغه روځ به ډیره لیری نه وی چه افغانستان په د بډای او پرمخ تللیو ممالکو په قطار کی ودریژی . په آخر کی بیا هم غږ کوم چه افغانانو خپل کور مه ورانوی ، د اغیارو د اهدافو ابزار مه جوړیږی . د اسلام او ددغه نژدی ۵۰ کلونو تاریخ اولنی درس دادی چه خپل کور( افغانستان ) د جوړو لو د پاره بی له دی نه چه نور وخت ضایع شی په اخلاص ، صداقت او ورورولی متحد او منسجم شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب