Homeخبرونههرات کې ګازو درې ماشومان وروڼه وژلي

هرات کې ګازو درې ماشومان وروڼه وژلي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۶مه: د هرات په چشت ولسوالۍ کې درې ماشومان وروڼه ګازو نیولي او مړه کړي یې دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پېښه تاییدوي او وايي، دغو ماشومانو د حمام د ګرمولو لپاره ګاز چالان کړی و چې هملته ګازو نیولي او مړه شوي دي.

د فرهاد په خبره دغه ماشومان له ۱۰ نه تر ۱۵ کلونو پورې عمرونه لري او مړي یې پرون دوشنبه خاورو ته سپارل شوي دي.

د ګازو د نیولو پېښې په ژمي کې ډېرې وي، خو دا په دوبي کې نادره پېښه ده چې رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...