Home+یوناني فلسفه او شاعري | ع ارمان

یوناني فلسفه او شاعري | ع ارمان

د اسپانیايي شاعر “خیسوس کوتا” په یوه خبره کې داسې تصور وړاندې شوی چې په لومړي نظر کې ښايي شاعرانه مبالغه ښکاره شي: «یوناني فلسفه د شاعرۍ په سانچه کې پیدا شوه، زما په اند، دیوتاګانو په شاعري کې خبرې کولې او فلسفیانو فکر کړی چې هغه افکار چې دوی یې بیانوي، یوازې ځمکنۍ خبرې نه دي، بلکې ډېرې اوچته او اسماني خبرې دي.»  دا جمله د فلسفې د تاریخ په اړه یو بشپړه علمي حقیقت نه شي کېدای، خو یوه ضروري پوښتنه ضرور ده: ایا فلسفه په یوه داسې فرهنګي نړۍ کې پیدا شوې وه چې شاعري پکې یوازې د ښکلا او احساس ژبه نه، بلکې د نړۍ، انسان، خدایانو او حقیقت د بیان ژبه وه؟

د دې پوښتنې ځواب نه په «هو» کې دی او نه په «یا/نه» کې. که ووایو چې فلسفه له شاعرۍ پیدا شوې ده، نو دا به د فلسفې د پیدایښت پېچلی تاریخ په یوه شاعرانه فورمول کې راټولول وي. خو که ووایو چې شاعري د یوناني فلسفې په پیدایښت کې هېڅ بنیادي رول نه لري، نو دا به د هغه فکري چاپېریال غټه برخه له پامه غورځول وي چې لومړني یوناني فلسفیان پکې راڅرګند شول. حقیقت تر دې دواړو دریځونو پېچلی دی: یوناني فلسفه په مستقیمه توګه له شاعرۍ نه ده راوتلې، خو له هغې نړۍ پرته چې شاعري یې د پوهې، حافظې، دین، اخلاقو او کایناتو د تصور اصلي وسیله وه، د فلسفې پیدایښت په هغه بڼه چې موږ یې پېژنو، د تصور وړ نه ښکاري.

د «فلسفې» او «شاعرۍ» ترمنځ د اړیکې په اړه زموږ لومړنۍ ستونزه دا ده چې موږ د معاصرې نړۍ مفکورې پر لرغوني یونان تپو. نن موږ د شعر، دین، فلسفې، تاریخ او ساینس لپاره بېلابېلې برخې لرو. شاعر شعر لیکي، فلسفي استدلال کوي، تاریخپوه د پېښو لیکلو ته ملا تړلې او دیني عالم د دین جوال خور کړی خپل چوپړ وهي. خو په لرغوني یونان کې دا باډرونه دومره روښانه نه وو. هومر او هزیود یوازې شاعران نه وو چې د ښائسته الفاظو په مرسته یې کیسې لیکلې. د دوی آثار د یوناني نړۍ د کایناتي نظم، خدایانو، انساني اخلاقو، جګړې، تقدیر، عدالت او د نړۍ د پیدایښت په اړه د پوهې له خبرو ډک وو.

هومر د یونانیانو لپاره د جګړې او اتلولۍ شاعر و، خو د هغه په حماسي نړۍ کې د انسان او خدای، ارادې او تقدیر، عزت او مرګ، فرد او ټولنې په اړه هغه پوښتنې هم موجودې وې چې وروسته مختلفه فلسفیانو هم وپوښتلې. هزیود بیا په «تېوګونیا» کې د خدایانو د نسلونو، کایناتي نظم او د نړۍ د جوړښت په اړه داسې منظومه اثار وړاندې کوي چې د اسطورې او کاسمولوجۍ ترمنځ ولاړ دي. په یوناني اثارو کې هومر او هزیود د یونانیانو د خدایانو او د هغوی د صفاتو د پېژندنې په اول کتار کې ولاړ دي. ځکه خو شاعر یواځې د هغه وخت د ټولنې په فکري جوړښت کې رول نه لوبوی بلکه د هغو ذهن ئي خبرو ته هم هڅه وی. تر دې حده د خیسوس کوتا خبره ټیک ده چې: «فلسفه د شاعرۍ په سانچه کې موجوده وه».

مګر فلسفه په داسې ټولنه کې نه ده راټوکېدلې چې د نړۍ په اړه یې هېڅ تصور نه درلود او ناڅاپه یو انسان راپاڅېد او د فکر کولو اختراع یې وکړه. فلسفه له یوه موجود فکري میراث سره مخامخ شوه. د نړۍ د پیدایښت، د خدایانو د قدرت، د انسان د برخلیک او د نظم  په اړه پوښتنې له اوله موجودې وې. توپیر دا و چې پخواني روایاتو دغه پوښتنې په اسطوري او شاعرانه ژبه بیانولې، خو اولنیو فیلسفیانو هڅه وکړه چې د نړۍ د نظم لپاره داسې اصول ومومي چې د منتخب شوو خدایانو له ارادې پرته د عقل له لارې څېړل کېدای شي. او دا هغه وخت وو چې د «mythos» او «logos» ترمنځ د انتقال مشهوره کیسه را منځ ته شوه. د فلسفې د تاریخ په ډېرو ساده روایتونو کې ویل کېږي چې یونان له mythos څخه logos ته لاړ: لومړی انسانانو نړۍ د اسطورې له لارې تشریح کوله، بیا فلسفه راغله او د اسطوري ځای عقل ونیو. دا تصویر په ظاهره منظم دی، خو معاصرې څېړنې ښيي چې دا د یوناني فکر د تاریخ ډېر ساده کول دي. د یوناني «mythos» او «logos» ترمنځ اړیکه د پوره تیارې او پوره رڼا اړیکه نه وه. دواړه اصطلاحات په لرغوني یونان کې ډېرې پېچلې معناوې لرلې، او د فلسفې پیدایښت د دې معنا نه لري چې اسطوره ناڅاپه مړه شوه او عقل ناڅاپه پیدا شو. رابرټ فولر په یوه څېړنه کې همدا ساده «mythos څخه logos ته د پرمختګ» نظریه تر پوښتنې لاندې راولي. ⁠

دا خبره ځکه مهمه ده چې د فلسفې پیدایښت باید د شاعرۍ د مرګ په توګه ونه ګڼل شي. لومړني فلسفیان له شاعرۍ سره په یوه خلا کې نه، بلکې له شاعرۍ سره په مکالمه کې راڅرګند شول. دوی د پخوانیو شاعرانو پوښتنې، ژبه او کایناتي تصورات رواخیسته، مګر د ځواب د موندلو طریقه یې وربدله کړه.

تالس چې د یوناني فلسفې په تاریخ کې د اولنیو فلسفیانو له ډلې ګڼل کېږي، د نړۍ د وجود په اړه ئي د اوبو نظریه وړاندې کړه. دا نظریه په خپله د نن ورځې په سائنسي بنیاد علمي نه ده، خو د هغې اهمیت په دې کې دی چې د نړۍ د حقیقت لپاره یې هڅه وکړه چې داسې طبیعي حقیقت ومومي چې د خدایانو د شخصي ارادې له روایته جلا وي. اناکسیماندر بیا د «apeiron» یا نامحدود حقیقت تصور وړاندې کړ. هراکلیتوس د «logos» خبره وکړه. پارمېنیدس د «وجود» په اړه داسې بحث پیل کړ چې د غرب د مابعدالطبیعاتو پر تاریخ یې ژور اثر پرېښود.

خو دا فلسفیان هم له شاعرانه ژبې څخه نااشنا نه وو. پارمېنیدس خپل فلسفي فکر په منظومه کې وړاندې کړ. د هغه اثر د یوه مسافر د داسې سفر په بڼه پیل کېږي چې د یوې دیوې ملاقات ته ورځي او له هغې څخه د حقیقت د لارې په اړه تعلیمات اخلي. دا یوازې د بیان یوه تصادفي بڼه نه وه. د پارمېنیدس منظومه ښيي چې د فلسفي فکر د لومړني بیان لپاره شعر لا هم یوه مشروع او اغېزمنه اله وه. معاصرې څېړنې وائي، پارمېنیدس د شعر له انتقالوونکې او تخیلي ځواکه په قصدي توګه کار اخلي؛ شعر هغه ته دا امکان ورکوي چې د «هغه څه چې واقعاً شته» په اړه د یوه عادي استدلال تر څنګ د یوې ژورې، نږدې عرفاني او فکري تجربې فضا هم جوړه کړي.⁠

ځکه خو اکثره مفکرین وائي: فلسفه هغه وخت نه ده پیدا شوې چې انسان له شعره مخ واړوی. کله ناکله فلسفي فکر په شعر کې د خپل لومړلني فکر وجود پیدا کړي. پارمېنیدس موږ دې ته اړ کوي چې د «شاعر» او «فلسفي» ترمنځ هغه بنیادي اړیکه چې موږ یې نن په ذهن کې لرو، د لرغوني یونان پر تاریخ ونه تپوو.

خو له دې څخه دا نتیجه هم نه شي اخیستل کېدای چې شعر او فلسفه یو شی وو. د دواړو ترمنځ د توپیر اصلي خبره د حقیقت د توجیه کولو په طریقه کې ده. شاعر کولای شي د یوې نړۍ تصویر وړاندې کړي؛ فلسفي باید وښيي چې ولې موږ دغه تصویر ومنو؟ شاعر کولای شي د خدایانو/دیوتاګانو په اړه خبره وکړي؛ فلسفي پوښتي چې «خدای/دیوتا» څه شی دی، د نړۍ له نظم سره یې اړیکه څه ده او ایا د هرې پېښې لپاره د یوه خدای اراده کافي توضیح ده که نه؟

او دا هغه خبرې دې د کومو په وجه چې فلسفه د شاعرۍ له قالبه فاصله اخلي، خو دا فاصله د بشپړ پرېکون معنا نه لري. د فلسفې د پیدایښت اصلي حرکت شاید دا نه وي چې انسان له «غیرعقلاني» شاعرۍ «عقلاني» فلسفې ته لاړ؛ بلکې دا وي چې هغه پوښتنې چې پخوا په اساطیرو او شاعرانه روایاتو کې مطرح کېدې، ورو ورو د مفهومي او استدلالي وضاحت غوښتنه پیل کړه.

د افلاطون دریځ دا اړیکه لا پېچلې کوي. افلاطون د شاعرۍ له تر ټولو مشهوره نقادانو دی، خو خپله فلسفه یې په مکالمو، تمثیلونو، اسطورو او ادبي جوړښتونو کې بیان کړې ده. د هغه «فلوټونیک غار» یوازې یو منطقي استدلال نه دی؛ دا یو فلسفي تصویر دی. د «غار» اسطوره یوازې د استدلال یوه عادي برخه نه ده؛ دا د مرګ، عدالت او د روح د برخلیک په اړه یوه فلسفي افسانه ده.

په «ایون» کې افلاطون شاعرانه الهام د خدایانو له ځواک سره تړي. سقراط وائي: شاعر کله ناکله داسې خبرې کوي چې د یوه تخنیکي مهارت یا منظمې پوهې پایله نه وي؛ هغه د الهام په حالت کې وي او د موسیانو له لارې د خدایانو د خبرو وسیله ګرځي. دا نظر د افلاطون اختراع نه و. د هومر او هزیود د اثارو په پیل کې هم له موسیانو د وینا غوښتنه موجوده ده. په یوناني فرهنګ کې شاعرانه الهام له پخوا د یوې مذهبي او کلتوري مفکورې په توګه موجود و.

نو که موږ د خیسوس کوتا خبره په دې معنا را واخلو چې لرغوني یونان شعر د عادي انساني خبرو په ځای د یوې لوړې سرچینې له بیان سره تړی، نو دا خبره له تاریخي واقعیت سره اړیکه لري. د شاعر او خدای ترمنځ اړیکه د یوناني فرهنګ په تخیل کې موجوده وه. خو له دې اړیکې دا نتیجه نه شي اخیستل کېدای چې فلسفه د آسماني الهام مستقیمه پایله وه. افلاطون خپله د الهام په اړه خبرې کوي، خو په عین وخت کې د شاعرۍ پر حقیقت‌ویلو شک کوي. دا تناقض په حقیقت کې د یوناني فکر د یوې مهمې مرحلې نخښه ده: شاعر د لوړ حقیقت د بیان دعوه لري، خو فلسفي غواړي پوه شي چې دا دعوه څنګه ثابتېږي.

ارسطو بیا د شاعرۍ او فلسفې ترمنځ د اړیکې لپاره تر ټولو مهمه فلسفيانه وسیله وړاندې کوي. هغه په «Poetics» کې وايي: چې شاعر او تاریخپوه یوازې په دې نه سره بېلېږي چې یو په وزن او بل په نثر کې لیکل کړي. اصلي توپیر دا دی چې تاریخپوه د هغه څه په اړه خبرې کوي چې پېښ شوي، خو شاعر د هغه څه په اړه خبرې کوي چې د احتمال او ضرورت له مخې پېښېدای شي. همدا وجه ده چې ارسطو شعر تر تاریخه زیات «فلسفي» او «لوړ» ګڼي، ځکه شعر د ځانګړو پېښو له لارې د عمومي انساني چلند او امکان په اړه خبرې کوي.

د ارسطو دا نظر زموږ د بحث لپاره ځکه هم مهم دی چې هغه نه وايي چې شعر فلسفه ده، او نه وايي چې شعر د فلسفې مور ده. هغه وايي چې شعر د انسان د ځانګړو پېښو له لارې عمومي حقیقتونه راڅرګندولای شي. دا د فلسفې سره د شعر د نږدېوالي یو بل ډول دی. فلسفه له مفاهیمو عمومیت ته رسېږي؛ شعر له ځانګړي انسان، ځانګړې پېښې او ځانګړي درده د انساني تجربې عمومي بڼه را باسي.

کله چې شکسپیر د یوه حسود انسان کیسه کوي، موږ یوازې د «اوتېلو» د ژوند په اړه زده کړه نه کړو. کله چې سوفوکلس د «اودیپ» تراژیدي لیکي، موضوع یوازې د یوه ځانګړي پاچا برخلیک نه پاتې کېږي. شعر د یوه فرد له لارې د انسان، تقدیر، ناپوهۍ، قدرت او مسؤلیت په اړه عمومي پوښتنې راپورته کوي. او دا وجه ده چې شعر د فلسفې په څېر د «عمومي» په لټه کې دی، خو د فلسفې وسیله یې مفهوم او استدلال نه، بلکې تصویر، کردار او تجربه ده.

د ارسطو نظر د کوتا له خبرې سره یو بل ځای هم نژدې دی خو د هغه شاعرانه تعبیر اصلاح کوي. فلسفي فکر په دې وجه له شاعرۍ سره نږدې نه دی چې دواړه حتمي ډول «اسماني» دي؛ بلکې په دې وجه نږدې دی چې دواړه له ځانګړې تجربې څخه د عمومي معنا د موندلو هڅه کوي.

په جدیده فلسفه کې نیطشې د یونان تاریخ یوازې د عقلاني پرمختګ په توګه نه بیانه وي. د هغه لپاره یوناني تراژیدي، موسیقي، اسطوره او هنر د یوناني فکر له مرکزي سرچینو څخه دي. په « the birth of tragedy» کې هغه د اپولوني او دیونیسوسي قوتونو ترمنځ د اړیکې له لارې د یوناني هنر او فکر د پیدایښت تحلیل کوي. د نطشې لپاره اسطوره یوازې د عقل له راتګه مخکې د ناپوهۍ مرحله نه ده؛ اسطوره د انسان د وجود د هغو تجربو د بیان یوه بڼه ده چې خالص عقل یې په بشپړه توګه نه شي نیولای. خو د نطشې دریځ هم باید د تاریخ د ساده توضیح په توګه ونه کارول شي. نطشې د یوناني تراژیدۍ او فلسفې په اړه ژورې او اغېزمنې پوښتنې مطرح کړې، خو د هغه د یونان تصویر په خپله د نولسمې پېړۍ د فلسفي او فرهنګي مبارزو له اغېز څخه خالي نه و. دا د هر لوی فلسفي په اړه د څېړنې یو اصول دی: چې د هغه نظریه باید هم د خپل فکري ارزښت له وجې وکتل شي او هم د هغه د تاریخي شرایطو په رڼا کې.

د دې ټولو بحثونو په بنیاد موږ اوس کولای شو اصلي پوښتنې ته بېرته ورشو: ایا فلسفه له شاعرۍ راغلې ده؟

که «راغلې» د مستقیم علت په معنا واخلو، ځواب یې نه دی. د یوناني فلسفې پیدایښت یوازې د شاعرۍ په وسیله نه شي تشریح کېدای. د یونان ښار-دولتونو سیاسي جوړښت، د عامه بحثونو وده، د لیکلو د فرهنګ پراخېدل، د سوداګرۍ او سفرونو له لارې له نورو تمدنونو سره اړیکې او د طبیعي نړۍ په اړه د مشاهدې زیاتوالی، ټول د دې فکري بدلون په جوړېدو کې رول لري. فلسفه د یوه واحد علت محصول نه ده. همدارنګه، یوناني فلسفه له داسې نړۍ سره اړیکه لرله چې له یونان څخه بهر تمدنونو هم پکې برخه لرله. د مصر او بین‌النهرین د ریاضي، نجوم او کاسمولوجیکل پوهې په اړه د یوناني نړۍ اړیکې د دې بحث یوه برخه ده. البته دا اړیکې باید په ساده ډول د دې ادعا لپاره ونه کارول شي چې یوناني فلسفه «له بهره راغلې» وه. تمدنونه د نظریاتو په تبادله کې له یو بل سره اړیکه لري، خو هره ټولنه دغه نظریات په خپل ځانګړي فکري او سیاسي چاپېریال کې بیا جوړوي. د یوناني فلسفې د پیدایښت توضیح د یونان داخلي تحول او له نورو تمدنونو سره اړیکې دواړه غواړي.

خو که «راغلې» د فرهنګي او فکري زمینه‌سازۍ په معنا واخلو، نو شاعري د یوناني فلسفې په پیدایښت کې بنیادي سرچینه وه. شاعرۍ د نړۍ په اړه پوښتنې رامنځته کړې، د کایناتي نظم تصور یې وړاندې کړ، د خدایانو او انسانانو ترمنځ اړیکې یې بیان کړې او د اخلاقو، عدالت، جګړې، مرګ او تقدیر په اړه یې داسې داستانونه جوړ کړل چې وروسته هم هغه بحثونه فلسفیانو په بل ډول وڅېړل.

له همدې امله، د فلسفې پیدایښت د شاعرۍ د بشپړ رد په توګه نه شي تشریح کېدای. فلسفه د شعر په وړاندې راڅرګنده شوه، خو له شعر څخه یې ډېر څه هم واخیستل. حتی هغه فلسفیان چې د په شاعرۍ به  یې سخت تنقید کړی، خپله د شاعرۍ له ژبې، اسطورې او روایته په بشپړه توګه نه شوای تېرېدلای.

افلاطون د شاعرۍ په اړه اعتراض کوي، خو خپله فلسفه په ادبي مکالمو کې لیکي. پارمېنیدس فلسفي فکر په منظومه کې وړاندې کوي. ارسطو شعر د تاریخ په پرتله د عمومي حقیقتونو په بیان کې فلسفي بولي. نیچه بیا د یوناني فکر په بنیاد کې تراژیدي، اسطوره او موسیقي ویني. دا ټول یو تړلی حقیقت نه ثابتوي، خو لږ تر لږه دا ثابتوي چې د فلسفې او شاعرۍ ترمنځ اړیکه د «یوې مرحلې پای او د بلې مرحلې پیل» په ساده فورمول کې نه راټولېږي.

شاید تر ټولو دقیق بیان دا وي چې شاعري د نړۍ په اړه لومړنۍ پوښتنې د تصویر او روایت په ژبه بیان کړې، فلسفې بیا د هغو پوښتنو لپاره د مفهومي وضاحت او دلیل غوښتنه پیل کړه. شاعر پوښتي: انسان ولې رنځېږي؟ فلسفي پوښتي: رنځ څه شی دی؟ شاعر د تقدیر کیسه کوي؛ فلسفي پوښتي: ایا انسان ازاد دی؟ شاعر د خدایانو شخړې بیانوي؛ فلسفي پوښتي: د نړۍ نظم څه ډول ممکن دی؟ شاعر د انصاف په اړه داستان جوړوي؛ فلسفي پوښتي: د انصاف وجود څه دی؟

دا وجه ده چې  فلسفه د شاعرۍ مخالفه نه ده؛ هغه د شاعرۍ د پوښتنو یوه بله ژبه ده.

خو دلته باید یو بل احتیاط هم وشي. موږ باید د شعر او فلسفې ترمنځ د اړیکې په اړه داسې رومانټیک تصور جوړ نه کړو چې ګواکې شاعر تل د لوړو حقیقتونو ترجمان وي او فلسفي تل د وجود په لټه کې وي. دا تصور د شعر او فلسفې دواړو ساده کول دي. شعر کولی شي دروغ ووایي، فلسفه کولی شي له وهمه ډکه وي. شاعر کولی شي د خپلې زمانې تعصبونه تکرار کړي، فلسفي کولی شي د دلیل په نوم خپل شخصي قدرت توجیه کړي. د شعر او فلسفې ارزښت په دې وجه نه ټاکل کېږي چې کوم یو «اسماني» دی؛ بلکې په دې وجه ټاکل کېږي چې کوم یو د انسان او نړۍ په اړه زموږ د پوهېدو توان څومره پراخوي.

د خیسوس کوتا د خبرې تر ټولو ښه برخه شاید همدا وي. هغه په حقیقت کې د فلسفې د پیدایښت په اړه یوازې تاریخي دعوه نه کوي؛ هغه د فکر د طبیعت په اړه هم یوه شاعرانه پوښتنه رامنځ ته کوي. انسان ولې فلسفي فکر کړي؟ ایا یوازې د دې لپاره چې د نړۍ د پېښو علتونه پیدا کړي؟ که د فلسفې تر شا د دې احساس هم شته چې د موجوده نړۍ تر شا باید یوه بله معنا، نظم یا حقیقت موجود وي؟

د یوناني فلسفې په لومړنیو مفکرینو کې دا تمایل په بېلابېلو بڼو لیدل کېږي. دوی د نړۍ د ظاهري ګډوډۍ تر شا د یوه اصل په لټه کې وو. یو یې اوبه پیدا کولې، بل نامحدود اصل، بل لوگوس، بل وجود. د دوی نظریې له نننۍ علمي پوهې سره په ډېرو برخو کې سمون نه خوري، خو د دوی اصلي حرکت د نړۍ د تشریح لپاره د یوه ژور اصل لټون و. ځکه خو وایو چې فلسفه له هغه انساني تمایل سره اړیکه لري چې د ظاهري نړۍ تر شا د معنا د موندلو هڅه کوي.

خو فلسفه هغه وخت له شاعرۍ  په پوره توګه نه بېلېږي چې استدلال پیلوي. فلسفه تر نن ورځې پوري له ادبي ژبې، تمثیل، استعاره او روایته کار اخلي. د فلسفې تاریخ یوازې د تعریفونو او قضیو تاریخ نه دی؛ د افلاطون غار، د نیچه تراژیدي، د کیرکګور داستاني جوړښتونه، د کامو ادبي فلسفه او د سارتر ډرامې ښيي چې فلسفي فکر ډېر ځله هغه وخت هم ژور اغېز کوي چې د مفهوم تر څنګ د تجربې بڼه هم پیدا کړي.

له همدې امله، د فلسفې د پیدایښت په اړه تر ټولو محتاطه او د دلیل پر بنیاد پایله دا نه ده چې «فلسفه له شاعرۍ راغله» او نه دا چې «فلسفه له شاعرۍ نه ده راغلې». دقیق بیان دا دی چې یوناني فلسفه په یوه داسې فرهنګي نړۍ کې راڅرګنده شوه چې شاعري پکې د نړۍ د معنا، حافظې او پوهې یوه اصلي آله وه. فلسفې د دې نړۍ ټولې پوښتنې له منځه نه یووړې؛ بلکې ډېرې پوښتنې یې له شاعرانه او اسطوري ژبې مفهومي او استدلالي ژبې ته انتقال کړې.

شعر د نړۍ په اړه د حیرانتیا لومړنی شکل و، فلسفه د همدې حیرانتیا د دلیل غوښتنه.

شعر وویل: نړۍ ولې شته؟

فلسفې وپوښتل: «ولې» څه معنا لري؟

شعر د انسان د برخلیک کیسه وکړه.

فلسفې وپوښتل: برخلیک څه شی دی، او ایا انسان له هغه ازادېدای شي؟

شعر خدایان د نړۍ په نظم کې ځای کړل.

فلسفې وپوښتل: که نظم شته، اصل یې څه دی؟

د همدې پوښتنو په اوږده یون کې د فلسفې تاریخ پیل کېږي. نو که د خیسوس کوتا خبره د یوه دقیق تاریخي فورمول په توګه واخلو، نیمګړې ده؛ خو که یې د یوه فکري شهود په توګه ولولو، نو یو مهیم حقیقت پکښې موجود دی: فلسفه په داسې نړۍ کې پیدا شوه چې د حقیقت په اړه یې خبرې له ډېرې مودې راهیسې د شعر، اسطورې او د خدایانو د روایتونو په ژبه کولې.

فلسفه له شاعرۍ  هغسې نه ده راوتلې لکه یو ماشوم چې له خپلې موره پیدا شي؛ خو فلسفه هم په  بې‌ریښې ځمکه کې نه ده راټوکېدلې. د هغې تر شا د هغو شاعرانو ږغونه موجود وو چې نړۍ یې د داستان، اسطورې او وزن په ژبه تصور کړې وه. لومړنی فلسفي له همدې میراث سره مخامخ شو او یو نوی سوال ئي وکړی: که نړۍ معنا لري، نو د دې معنا دلیل ئي څه دی؟

شاید فلسفه همدلته پیل شوه؛ نه هغه وخت چې انسان له شاعرۍ تېر شو، بلکې هغه وخت چې د شاعرۍ له پوښتنو یې د دلیل غوښتنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...