Homeخبرونهد تاجکستان حکومت د «ملي کلتور» د ترویج په نوم له ږیرې...

د تاجکستان حکومت د «ملي کلتور» د ترویج په نوم له ږیرې او پړوني سره مقابله کوي

تاند (جمعه، د زمري/ اسد ۸ مه) په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې مخ پټولو ته اړ ایستل کېږي او نارینه د ږیرو پرېښودو ته هڅول کېږي، په ګاونډي تاجکستان کې حکومت د اسلامي حجاب او اوږدو ږیرو پر ضد خپل محدودیتونه لا سخت کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د تاجکستان حکومت په وروستیو کلونو کې د خلکو پر مذهبي بڼه او لباس پراخ محدودیتونه لګولي دي. یوه ۳۸ کلن سوداګر ویلي، پولیسو د ږیرې له امله درې ورځې بندي کړی او اوس اړ دی چې هره اوونۍ د واټس‌اپ له لارې پولیسو ته خپل تازه عکس واستوي، څو ثابته شي چې ږیره نه پرېږدي.

راپور زیاتوي، که څه هم په تاجکستان کې د ږیرې منع کولو لپاره څرګند قانون نشته، خو ګڼ شمېر نارینه د ږیرو له امله نیول شوي، ځینې یې په زور خرییل شوي او یا هم جریمه شوي دي. همداراز ښځې هم د اسلامي حجاب او دودیزو اسلامي جامو له امله له محدودیتونو سره مخامخ دي.

د تاجکستان حکومت په ۲۰۲۴ کال کې د «بهرني لباس» د منع قانون نافذ کړ، چې په عملي ډول اسلامي حجاب په نښه کوي. چارواکي وایي، دا اقدامات د ملي دودونو د ساتنې او د افراطیت د مخنیوي لپاره دي، خو یو شمېر تاجک مسلمانان وايي چې دغه پالیسۍ یې مذهبي ازادي محدوده کړې او اړ کړي یې دي چې په عامه ځایونو کې د خپل لباس او ظاهري بڼې په اړه له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

سره له دې چې په تاجکستان کې د ښځو د لباس په اړه محدودیتونه په قانون کې راغلي، خو د ږیرې پرېښودل په څرګند ډول د کوم قانون له مخې منع شوي نه دي. خو یو شمېر تاجک وګړو د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته ویلي چې نارینه یوازې د دې لپاره نیول کېدای شي چې چارواکي یې ږیره د مذهبي افراطیت نښه وګڼي.

دوو نارینه‌وو، چې پولیسو د ږیرې د لرلو له امله درولي وو، ویلي چې پولیسو یې ږیرې په زور وخرییلې او وروسته یې له کوم رسمي تور پرته خوشې کړل. هغوی زیاته کړې چې د ورته پېښو له نورو مواردو هم خبر دي.

د دوی په وینا، پولیس په ځینو مواردو کې پر ږیرورو کسانو نور اداري تورونه هم لګوي، لکه د عامه نظم ګډوډول یا په هغو ځایونو کې سګرېټ څکول چې منع دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...