Homeخبرونهایکسپاڼې بانکي خدمات هم پیل کړل

ایکسپاڼې بانکي خدمات هم پیل کړل

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۸ مه) د ایلن مسک هغه هدف چې ایکس (پخوانی ټویټر) په یوه هر اړخیز اپلېکېشن (Everything App) بدل کړي، د عملي کېدو په حال کې دی. ایکس په امریکا کې خپل نوی مالي خدمت X Money معرفي کړی، چې له لارې یې د Premium او Premium Plus کاروونکي کولی شي له اپلېکېشن څخه له وتلو پرته پیسې ولېږي، ترلاسه یې کړي، بیلونه پرې کړي او له نورو مالي خدماتو ګټه واخلي.

د شرکت په وینا، دا خدمت د جولای له ۲۸مې د امریکا وړ کاروونکو ته فعال شوی دی. د X Money له لارې کاروونکي کولای شي یو بل ته له لېږد فیس پرته پیسې واستوي. همداراز، د بانکي وایر لېږدونو، د بیلونو د ورکړې او نورو مالي خدمتونو اسانتیاوې هم په همدې یوه پلاتفورم کې برابریږي.

ایکس خپلو کاروونکو ته د ویزه ډیبیټ کارت هم وړاندې کړی، چې د عادي بانکي کارت په څېر کارول کېدای شي. د دې اقدام موخه دا ده چې کاروونکي نور اړ نه وي د بانک لپاره بېل اپلېکېشن وکاروي.

د شرکت د معلوماتو له مخې، د کاروونکو پیسې به د امریکا په یوه FDIC پورې تړلي بانک کې ساتل کېږي، چې پکې وړ زیرمې د نافذو قوانینو له مخې خوندي وي. سربېره پر دې، هغه کاروونکي چې ټاکلي شرایط پوره کړي، د خپلو وړ زیرمو پر پیسو به تر ۶ سلنه کلنۍ ګټې (APY) هم برخمن شي.

کارپوهان وایي، که دا خدمت بریالی شي، د ډیجیټلي تادیاتو په نړۍ کې به یو لوی بدلون رامنځته کړي او د Venmo، Cash App او نورو فین‌ټېک شرکتونو لپاره به جدي سیالي جوړه کړي.

د ایلن مسک هدف دا دی چې ایکس یوازې د ټولنیزو رسنیو پلاتفورم نه وي، بلکې یو داسې پلاټفورم «هر څه په یوه اپ» (Everything App) بدل شي، چې چټ، ویډیوګانې، تادیات او مالي خدمات ټول په یوه ځای کې وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

بي‌بي‌سي د افغانستان د ۲۰۲۱ کال د پېښو په اړه د «کابل» ډرامه خپروي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۴ مه) د بریتانیا بي‌بي‌سي (BBC) د «کابل» په نوم یوه اروپایي ډرامه اخیستې چې په ۲۰۲۱ کال کې...