Homeخبرونهد افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ ۵ ورځې وروسته...

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبلړۍ ۵ ورځې وروسته پیلېږي

تاند ( پنجشنبه د زمري ـ اسد ۸ مه) د افغانستان او ايرلنډ کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د يو ورځنيو سياليو د لوبلړۍ چمتووالي لپاره افغان لوبډله د انګلنډ په برمېنګم ښار کې خپل تمرينات کوي.

افغان لوبډله چې د جولای پر ۲۶ انګلنډ ته رسېدلې د اګست مياشتې تر لومړۍ نېټې به همدلته وي.

افغان کرکټ بورډ ویلي چې، افغان لوبډله به وروسته د نورو تمريناتو لپاره ايرلنډ ته سفر وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د اګست پر پنځمه پیل شي چې وروستۍ لوبه به یې د اګست پر ۱۵ نېټه په بېلفاسټ کې ترسره شي.

افغانستان له وړاندې د رحمت شاه په مشرۍ د ایرلنډ لپاره لوبډله اعلان کړې ده.

په لوبډله کې:

رحمن الله ګربز مرستیال لوبډلمشر، حشمت الله شهیدي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، ننګیال خروټی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یمین احمدزی، سلیم صافی، فضل الحق فاروقي او ضیا الرحمن شریفي شامل دي.

په احتیاطي لوبغاړو کې هم څلورو توپ اچونکو، “قیس احمد، بلال سمیع، فرید احمد او بشیر احمد ته ځای ورکړل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...