ن عتیق
ویاړ او په ځانګړي ډول ملي غرور بد نه دی؛ سالم ملي غرور او شعور کولای شي وګړي د خپلواکي ساتلو، غوره روغتیايي مرکزونو او ښوونځیو جوړولو، د کورني تولید ملاتړ او ټولنیز او اقتصادي پراختیا ته وهڅوي. خو که ویاړ په بې ځایه ځان ستاینې بدل شي او یوه ټولنه او هیواد په داسې حال کې چې په اصل کې له فقر، اقتصادي ناورین او ټولنیز شاتګ سره مخ وي خو له نورو ټولنو او پرګنو د برتري لاپي وهي یوازې بدمرغي او ټولنیز ناورین زیږوي. د بیلګې په توګه ما ډیر لوستي او نالوستي افغانان لیدلي چې هندوستانیان له خپله ځانه ډیر ټیټ ګڼي او پاکستانیان دالخوره او بې غیرته بولي خو د درملنې او زده کړو لپاره بیا دغو هیوادونو ته د ورتګ لپاره زرګونه افغانۍ مصرفوي او له هرې واسطې او وسیلې څخه کار اخلي چې هلته لاړ شي او له هند څخه د کمک شوو غنمو د رارسیدو خبر په ډیر ویاړ خپروي.
که چېرې موږ افغاني ټولنه او د افغانستان حاکمان د ورځنیو حقیقتونو پر ځای تشو وياړونو او شعارونو باندې بسنه وکړو، ورځ تر بلې به په ناورین کې ډوبېږو.
له عیني شواهدو او د هېواد له حقیقتونو سترګې پټول
د بې ځایه ویاړ او د وچې خانۍ لومړی قرباني “واقعیت” دی. کله چې یوه ټولنه یا د هغې حکمرانان ځان بېساري، بېعیبه او کامل وګڼي، نو بیا نه له ځانه سوال کوي او نه د ننګونو د حل لاره لټوي. که د طالبانو نظام او مشرتابه په دې باور وي چې موجوده فکري او سیاسي بڼه یې نړۍ کې ساری نه لري او محدوده ازادي یې ریښتنې ازادي ده او اقتصادي تګلاره یې په ځان بساینې ولاړه ده ، نو ولې به ټکنالوژۍ او عصري ښوونیز نظام، په نظام کې له فساده سره مبارزې، خلکو ته کارموندنې او ټولنیز عدالت ته توجه کوي؟ د لومړنیو توکو ګراني، د بېکارۍ زیاتوالی او د صنعت شنډېدل به هسې بهرني تاثیرات او یا الهي ازموینه ګڼل کېږي. نو اقتصادي حالت خو به خود خرابېږي چې له ستونزو منکر خلک د همدغو ستونزو د حل کولو لارې چارې نه پلټي.
د مغزونو تېښته او د انساني پانګې ویجاړی
انساني پانګه، یا په معاصرو علومو او فنونو سمبال صحتمنده او منطقي ټولنه، د ټولو ژوندیو ټولنو د پایښت او اقتصادي پرمختګ او په حقیقي معنا خپلواکي اینجن دی. هغه کلتور چې یوازې په لافو او زړو کیسو ولاړ وي، هیڅ کله د نړۍ د نورو پرګنو سیال جوړیدای شي. کله چې د تګلارو نقد کول يا نوي پوهنیز ګامونه د ملي یا دیني خاینانو په توګه انځور شي، نو د افغانستان ډېر تکړه انجنیران، ډاکټران، ځوانان او متشبثین خپل هیواد د ځان او خپلو اولادونو لپاره د امن ځای نه ګڼي. دوی د تېښتې لاره غوره کوي او بهرنیو هېوادونو ته ځي. په دې توګه افغان ټولنه دقیقاً هغوی له لاسه ورکوي چې کولای یې شول هېواد له شاتګ او تورې تیارې وباسي.
ټولنیز تفرق
لمر په دوو ګوتو نه پټیږي. کله چې افغان ولس له ژور غربت، بې وسي او د ښوونځیو او کار د لارو له بندېدو کړېږي، نو د لافو او تریخ حقیقت ترمنځ واټن ژوره مایوسي رامنځته کوي.د خپلې لويي او غرور د افسانې د ساتلو لپاره، حکمرانان خپلو غلطیو ته پام نه کوي؛ بلکې ملامتي په پرديو وراړوي. ستونزې بهرنیو هېوادونو، بندیزونو او یا د داخلي مخالفانو زیږنده ګڼي. دغه کار د وخت په تیریدو د ولس ترمنځ باور له منځه وړي او بالاخره د لیوني د ګریوان په څیر خورې ورې ولنه باندې بدلیږي.
له تشو لاپو څخه د ستونزو د حل په لور
بې ځایه غرور او تشې لاپې یوازې بدمرغي زیږوي. د افغانستان عظمت او افغاني ټولنې درنښت پر لاپو او بې ځایه غرور نه تامینیږي؛ بلکې په تواضع او خپل ګریوان کې سر ټیټولو سره د ستونزو د حل لارو لټول د ټولنې راتلونکې روښانه کوي. موږ باید ومنو چې موږ غریب یوو، فقیر یوو، وروسته پاتې یوو او به مزمن ډول د پردیو پر کمک متکي یوو. هغه ټولنه چې ریښتینی پرمختګ کوي، اړتیا نه لري چې تل ځان ته لاپې ووهي؛ ځکه د هغوی عملي پرمختګ په خپله خبرې کوي، که هغه ترکیه وي، چین وي، سنګاپور وي او یا ایران.
پر عصري علومو د نجونو او هلکانو سمبالول، ټولنې ته د روغتیایي خدمتونو رسول، د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابرول او ځوانانو ته د باعزته کار پیدا کول ټولنه د نورو پرګنو سیال ګرځوي.