پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په دې ورځ د ایټالیا فاشیست مشر موسولیني وزېږېد

په دې ورځ د ایټالیا فاشیست مشر موسولیني وزېږېد

تاند – ۱۳۱ کاله پخوا د ۱۸۸۳ میلادي کال د جولای په ۲۹ مه نېټه بنیتوموسولیني د ایټالیا د رومانايي برخې په (دوویا پرې داپنو) کوچني ښار کې وزېږېد.

د موسولیني پلار د انارشیزم پلوی پښ (آهنګر) و خو مور یې د دیني زده کړو معلمه وه.

موسولیني په ۱۹۰۰ میلادي کال د اوولس کلنۍ په عمرپه سوسالیست ګوند کې نوم ولیکه.وروسته یې د یوې مودې لپاره د کومکي ښوونکي په توګه کار وکړ.

موسولیني چې په هاغه وخت کې یې ځان یو کیڼ اړخی باله له عسکري خدمته سویس ته وتښتېد.ده په سویس کې فرانسوي او جرمني ژبې زده کړې او په ۱۹۰۴ ع کال بېرته ایټالیا ته لاړ او عسکري یې وکړه.له ۱۹۰۹ میلادي کال څخه موسولیني ژورنالیزم ته مخه کړه او د چپي نظریې تبلیغ ته یې ملا وتړله.

موسولیني د یوه سیاسي فعال او محرک په توګه مشهور شو او ژر یې په سوسیالیست ګوند کې پرمختګ وکړ.په ۱۹۱۲ کې د سوسیالیست ګوند د مرکزي اورګان (اوانتي) ورځپاڼې مسوول مدیر وټاکل شو.

د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې د ایټالیا د سوسیالیست ګوند د بې پلویتوب او په جګړه کې د ایټالیا د نه ګډون ننګه کوله خو موسولیني په جګړه کې د ایټالیا د ګډون ملاتړ کاوه او کله چې په ۱۹۱۵ ع کال ایټالیا د متحدانو ترڅنګ جګړې ته داخله شوه ، دی د رضاکار (داوطلب) عسکر په توګه جګړې ته لاړ.

جګړه د موسولیني لپاره هماغسي مهمه تجربه وه لکه څرنګه چې د هیتلر لپاره وه . هیتلر وروسته په دوهمه نړیواله جګړه کې د موسولیني متحد شو. په ۱۹۱۷ ع کال موسولیني په جبهه کې له ټپي کېدو وروسته ایټالیا ته ستون شو او بیا یې ژورنالیستیکي هڅې پیل کړې.

د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته موسولیني له سوسیالستانو سره په دې خاطر مخالفت وکړ چې هغوی د جګړې مخالفت کاوه. دی له ګونده ووت او د ملتپالو ملګری شو.

ایټالیایانو له جګړې وروسته غوښتنه وکړه چې د ایستري، دالماسي، ترییستې او فیو سی دې له ایټالیا سره یوځای شي خو د دوی دې غوښتنې ته توجه ونه شوه.په دې ډول د ایټالیا په پارلماني رژیم کې ملتپالو په خلکو کې تر نورو زیات پلویان پیدا کړل.

په ۱۹۱۹ میلادي کال، چې افغانستان د غازي امان الله خان په پاچهۍ کې له انګرېزانو خپلواکي وګټله، موسولیني د ایټالیا په میلان کې یوه فاشیستي ډله جوړه کړه چې ژر یې زیات قدرت او زور وموند.

د ۱۹۲۲ کال د اکتوبر په ۲۹ مه د ایټالیا پاچا درېم ویکتورا مانویل پرېکړه وکړه چې موسولیني د شورا ريیس وټاکي چې په هغه وخت کې یې د صدراعظم حیثیت درلود.

موسولیني تر دې لږمخکې نشنل فاشیست ګوند رسماً جوړ کړی و.د ده له لوري مځکنۍ ادعاوې او په وینا کې خاص مهارت سبب شو چې ډېر خلک یې لېواله شي.

له همدې کبله پاچا غوره وبلله چې موسولیني صدراعظم کړي.ده په لوېدیځه اروپا کې لومړنی فاشیستي حکومت جوړ کړ چې لومړنی نادیموکراتیک حکومت و.

موسولیني پر لیبیا او ایتوپیا یرغل وکړ او دا هیوادونه یې لاندې کړل.په جرمني کې د هیتلر له واکمنېدو او د نازیزم له رامنځته کېدو سره موسولیني له هیتلر سره لاس یو کړ.

په دوهمه نړیواله جګړه کې موسولیني له هیتلر سره په جګړه کې ملګری شو خو د لومړیو کلونو له پر له پسې سوبو وروسته هماغسي چې د هیتلر لپاره کار ګرانه شو د موسولیني لپاره په ځانګړي ډول حالات خراب شول.

تر دې چې د ۱۹۴۳ میلادي کال د جولای په لسمه د متفیقینو ځواکونو د ایټالیا سیسلي ټاپو ونیوه او د روم لور ته یې پرمختګ ته دوام ورکړ.

د ایټالیا پاچا او د فاشیست ګوند عالي شورا، چې سخت ټکان خوړلی و، موسولیني له دندې ګوښه کړ او هغه یې په یوه هوټل کې بندي کړ.

هوټل له روم څخه ۱۲۰ کیلومتره لېري په اپنین غره کې و چې یوازې د ټیلي کابین یا برقي زانګو په وسیله ورته تګ راتګ کېدای شوای خو هیتلر یوه کومانډو ډله د الوتکو په وسیله ورکوزه کړه او موسولیني یې له هغه ځایه وایست.د ۱۹۴۳ میلادي کال د سپټمبر په دولسمه نړۍ په دې حیرانه شوه چې موسولیني خلاص شوی دی.

 موسولیني لومړی جرمني ته لاړ او له هیتلر سره له لیدو وروسته ایټالیا ته ستون شو.ده د ایټالیا په شمال کې د ایټالیا د سوسیالیست جمهوریت په نوم دولت جوړ کړ خو د موسولیني دوران نور پای ته رسېدلی و.

موسولیني د ۱۹۴۵ میلادي کال د اپریل په ۲۸ مه د ایټالیايي چریکانو په وسیله ووژل شو او وروسته له دې چې د هغه مړی یې په ساعتونو په کوڅو او واټونو کې وڅکاوه په دار یې وخېژاوه.

په دې ډول موسولیني، چې  د ۱۸۸۳ میلادي کال د جولای په ۲۹ زېږېدلی و د ۱۹۴۵ میلادي کال د اپریل په ۲۸ مه ووژل شو.

د موسولیني زوکړه د ایټالیا د خلکو لپاره یوه سپېره پېښه ګڼل کېږي ځکه چې د ده د واکمنۍ په موده کې ډېر ظلمونه او زیاتي وشول چې خاطرې یې لا هم د ایټالیایانو له ذهنونو نه دي وتلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب