هغه کسان چې د متحده عربي اماراتو د پنځه کلنې مولټیپل یا څو ځله ننوتلو (Multiple Entry) ویزې د ترلاسه کولو هیله لري، مهم معلومات خپاره شوي دي.
تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۵ مه) د متحده عربي اماراتو پنځه کلنه څو ځله د ننوتلو سیاحتي ویزه لا هم د لاسرسي وړ ده، چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو اتباع کولای شي څو ځله متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.
د دې ویزې له مخې، په هر ځل ننوتلو سره تر ۹۰ ورځو پورې د اوسېدو اجازه ورکول کېږي، او که ټاکلي شرایط پوره شي، دا موده د نورو ۹۰ ورځو لپاره هم غځېدلی شي. خو د یوه کال په موده کې د ټولو ورځو مجموعي اقامت باید له ۱۸۰ ورځو څخه زیات نه وي.
د غوښتنلیک لپاره لازم شرایط
د متحده عربي اماراتو د چارواکو په وینا، غوښتونکی باید داسې پاسپورټ ولري چې لږ تر لږه شپږ میاشتې اعتبار ولري.
سربېره پر دې، لاندې اسناد هم پکار دي:
- د بېرته ستنېدو یا بل هېواد ته د سفر تأیید شوی ټکټ.
- معتبره روغتیايي بیمه.
- د دې ثبوت چې د تېرو شپږو میاشتو په موده کې یې په بانکي حساب کې لږ تر لږه ۴,۰۰۰ امریکايي ډالر (یا د هغې معادل اندازه) موجوده وه.
- د خپل هیواد ملي تذکره (CNIC).
- د پاسپورټ په اندازه تازه عکس.
غوښتنلیک څنګه وسپارئ؟
غوښتنلیک د ICP یا GDRFA د انلاین خدماتو، د پیرودونکو د خدمتونو مرکزونو یا مجاز ټایپنګ سنټرونو له لارې سپارل کېدای شي.
چارواکي وایي، که ټول اسناد بشپړ وي، نو ویزه عموماً په ۴۸ ساعتونو کې صادریږي.
د ویزې فیس
د چارواکو په وینا:
- د ICP له لارې د غوښتنلیک ټول لګښت شاوخوا ۳,۷۷۵ درهمه دی.
- د GDRFA له لارې ټول لګښت ۳,۷۱۳.۵ درهمه دی.
په دې فیس کې د غوښتنلیک لګښت، د ویزې د صادرولو فیس، امنیتي تضمین (Security Deposit) او د خدماتو نور لګښتونه شامل دي.
د غوښتنلیک د رد کېدو لاملونه
د متحده عربي اماراتو چارواکو څرګنده کړې چې که غوښتونکی په ټاکلي وخت کې لازم اسناد یا معلومات وړاندې نه کړي، یا په وار وار نیمګړی غوښتنلیک وسپاري، نو غوښتنلیک یې په اوتومات ډول رد کېدای شي.
همدارنګه، که څوک د ویزې له ټاکلې مودې زیات وخت په اماراتو کې پاتې شي، نو له جریمې، د امنیتي تضمین د ضبط کېدو او په راتلونکې کې د ویزې د رد کېدو له ستونزو سره مخ کېدای شي.
خو په ځینو ځانګړو مواردو کې، که ویزه رد شي، د نافذو مقرراتو له مخې د امنیتي تضمین او د ځینو فیسونو د بېرته ورکولو امکان هم شته.