انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
ځینې سیاستوال وایي چې د طالبانو په کړنو کې، د هغوی د لومړۍ واکمنۍ په پرتله، هېڅ بدلون نه لیدل کېږي. دا نظر که څه هم د ځینو واقعیتونو پر بنسټ ولاړ دی، خو د بدلون د بهیر بشپړ انځور نه وړاندې کوي، ځکه: ،،هیڅ پدیده له مثبتو او منفي اړخونو څخه تشه او بېبرخې نه ده.،،
بدلون یوازې د یوه نظام یا یوې ډلې مسؤلیت نه دی؛ بلکې د ټولنې د ټولو وگړو گډ مسؤلیت دی. لوستي کسان، استادان، متخصصین، سوداگر، پانگه وال، ځوانان او د ټولنې نور قشرونه باید خپل رول ولوبوي او د اصلاح او پرمختگ لپاره عملي هڅې وکړي.
بدلون د زور، توپک او تاوتریخوالي له لارې نه، بلکې د پوهاوي، سالمو خبرو، رغنده نقد او د منلو وړ ارزښتونو د ترویج او عملي کولو له لارې ، چې د ټولنې یو والی او استحکام هم وساتل شي، رامنځته کېږي. د حق غږ باید پورته شي، خو په داسې طریقه چې د ټولنې د اصلاح او ثبات سبب وگرځي، نه د جنگ او د بحران.
همدارنگه، بدلون یو دوامداره او تدریجي پروسه ده. دا حوصله، پرلهپسې هڅې او وخت غواړي. تر ټولو لومړی باید زموږ په فکرونو او چلند کې مثبت بدلون راشي، او بیا د وخت، شرایطو او موجودو امکاناتو په چوکاټ کې واقعبینانه غوښتنې مطرح کړو، کوم چې ټولنې ته قابل د هضم وي او پردیو ته د مداخلې اسباب برابر نکړي.
دا لیګنه دولس کرښي ده خو که سړی ښه توجوه ورته وکړي لیکوال کتابونو ته پکي ځاۍ ورکړی دی دی بلخوصوص دا اخرنی پاراګراف کوم چې پاک نیت ، په حق ولاړه عدالت ،داسلامې امورو په چوکاټ کي کړل، کینه، عقدي تر کترول لاندي ساتل……… هر هغه څوک چي دا پروسه پر خپل ورځني ژوند کي وکاروي نه يواځي ټولنیز ه ښیګڼي اصلاح ته ګټه رسوې بلکې انسان خپله روحن به ارام وی او ځان به خوشحاله حس کوې.