تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، د چهارشنبې په ورځ د بخښنې نړیوال سازمان د راپور په غبرګون کې غوښتنه وکړه چې دې راپور ته باید جدي پام واړول شي او په دې برخه کې څېړنې وشي.
بینیټ یوه لنډ پیغام کې لیکلي ویلي چې د پاکستان له لوري په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امید» مرکز د برید په اړه د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) تازه څېړنه مهمه ده او باید په خورا جدي ډول وڅېړل شي.
بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په کابل کې د «امید» د درملنې او بیارغونې پر مرکز د پاکستان هوايي برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.
د دې سازمان د راپور جزییات:
بخښنې نړیوال سازمان وایي، سازمان ویلي چې د خپلو پراخو څېړنو پر بنسټ یې داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې د پاکستان د پوځ هغه ادعا تایید کړي چې ګواکي دغه مرکز د وسلو، مهماتو یا نورو پوځي هدفونو لپاره کارېده.
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، دغه برید د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې د روغتیايي مرکزونو ځانګړی خوندیتوب اصل تر پښو لاندې کړی او د جګړې د قوانینو له اساسي اصولو، لکه د ملکي او پوځي هدفونو ترمنځ د توپیر، د احتیاط او د متناسب ځواک د کارونې له اصلونو سره په ټکر کې دی.
د دې سازمان یوې لوړپوړې چارواکې ایزابیل لاسه ویلي:«پر امید مرکز برید د نړیوال بشردوستانه قانون جدي نقض دی او ښايي جنګي جنایت وبلل شي. دا مرکز له لسو کلونو زیات وخت د یوه روغتیايي مرکز په توګه پېژندل کېده، نو پر هغه برید د پاکستان د پوځي پلان جوړونې جدي ناکامي ښيي؛ هغه ناکامي چې د سلګونو ملکي وګړو د مرګ سبب شوه.»
هغې له پاکستان څخه غوښتي چې د دې برید په اړه روڼ، خپلواک او بېطرفه تحقیقات ترسره کړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
له بلې خوا پاکستان نن د بخښنې د نړیوال سازمان تورونه رد کړل، ویې ویل چې په دې راپور کې هغې ترهګرۍ ته اشاره نه ده شوې چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته صادرېږي. خو پاکستان تر دې مخکې د بخښنې د نړیوال سازمان د راپور چمتو کوونکو پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه کړې وه.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د جولای په ۹مه یې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه د دې برید د څېړنې او حساب ورکونې په اړه معلومات غوښتي وو، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې هېڅ ځواب نه و ترلاسه کړی.