تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱مه) د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې د ګوګل د لټون (Search) ټرافیک نوی ریکارډ ثبت شو. د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه دومره زیاتو کاروونکو په یو وخت کې معلومات ولټول چې د ګوګل په ۲۸ کلن تاریخ کې تر دې وړاندې یوه موضوع په دې سرچ (لټون) ماشین کې نه وه لټول شوې.
د نړۍ تر ټولو لوی لټون انجن، ګوګل، په عادي ډول په هره ثانیه کې شاوخوا ۹۹ زره لټونونه او هره ورځ له ۹ میلیارد څخه ډېرې پلټنې ثبتوي. خو د شرکت په وینا، د فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ارجنټاین او مصر ترمنځ سیالي د پخوانیو ټولو ریکارډونو په ماتولو سره د لټون بېساری زیاتوالی ثبت کړ.
د ګوګل د پوهې او معلوماتو (Knowledge & Information) برخې مشر نیک فوکس ویلي، د جولای په ۷مه (د افغانستان پر وخت د جولای ۸مه)، د ارجنټاین له پرېکنده ګول وروسته د ګوګل د لټون ټرافیک په بېساري ډول لوړ شو او دا د تېرو ۲۸ کلونو تر ټولو لوی ریکارډ و.
شرکت که څه هم په هره ثانیه کې د ترسره شویو لټونونو کره شمېر نه دی خپور کړی، خو ویاند یې ویلي چې له پرېکنده شېبې وروسته د ګوګل د لټون سرعت د خپل تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد. د هغه په وینا، داسې ښکارېده لکه د نړۍ میلیونونه کاروونکي چې په یو وخت کې د همدې یوې موضوع په اړه معلومات لټوي.
کارپوهان وایي چې سترې نړیوالې ورزشي سیالۍ، په ځانګړې توګه د فیفا نړیوال جام، د انټرنېټ د کاروونکو د پام اصلي مرکز وي. له همدې امله د لټون انجنونو، ټولنیزو رسنیو او د ویډیو خپرولو (Streaming) خدمتونو ټرافیک په څرګند ډول لوړېږي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۶ د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه کې هسپانیا ارجنټاین ته ۱-۰ ماتې ورکړه او د دوهم ځل لپاره یې د نړۍ د اتلولۍ جام وګاټه. دې تاریخي ټورنمنټ نه یوازې د لوبو په ډګر، بلکې په ډیجیټلي نړۍ کې هم نوي ریکارډونه ثبت کړل.