تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغانستان دوو تکړه لوبغاړي په دوو فارمټونو کې بیا هم لومړي مقامونه لري.
د دې شورا پر اساس، د یو ورځنیو لوبو د توپاچوونکو (بالرانو) په درجهبندۍ کې د افغانستان راشد خان لا هم په لومړي مقام کې دی. د انګلستان جوفرا آرچر درېیم، د نیوزیلنډ مېچل سېنټنر څلورم، او د پاکستان شاهین شاه اپرېدی د دوو درجو پرمختګ وروسته اووم مقام ته رسېدلی دی.
د آلراونډرانو په درجهبندۍ کې د افغانستان عظمتالله عمرزی لا هم په لومړي مقام کې دی، په داسې حال کې چې د نیوزیلنډ مایکل بریسویل له دوو درجو پرمختګ وروسته درېیم ځای ته رسېدلی دی.
همداراز، د افغانستان رحمانالله ګوربز، د سریلانکا پتم نسانکا او د پاکستان سلمان علي اغا هم هر یو د دوو درجو پرمختګ کړی او په ترتیب سره یې ۱۴م، ۱۵م او ۱۶م ځایونه خپل کړي دي.
د توپوهونکو (بیټرانو) په درجهبندۍ کې د نیوزیلنډ ډېرل مېچل لا هم په لومړي ځای کې دی.