Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران وايي، د هرات- مزاشرشریف د ریللارې په جوړولو کې ونډه اخلي

ایران وايي، د هرات- مزاشرشریف د ریللارې په جوړولو کې ونډه اخلي

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) د ایران د ایرنا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د رېللارو د ادارې اجرايي ريیس جبارعلي ذاکري، ویلي چې د افغانستان او ایران د موافقې پر اساس ایراني شرکتونه د هرات–مزارشریف د رېللارې په پروژه کې ګډون کوي.

په همدې حال کې، د افغانستان د رېللارو د پراختیا د کنسورشیم مشر، مصطفی رضايي، د دې پروژې د لومړي پړاو د پیل خبر ورکړی او د هغې د تخنیکي او مالي اړخونو په اړه یې نور معلومات وړاندې کړي دي.

د هغه په وینا، د پروژې لومړی پړاو شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د هرات ولایت له «روزنک» سیمې څخه د دې ولایت د «کوشک» ولسوالۍ تر پولې غځېږي.

رضايي د ایران دولتي خبري اژانس (ایرنا) ته ویلي:
«د هرات–مزارشریف د شاوخوا ۶۵۰ کیلومتره رېللارې د جوړېدو مطالعاتي طرحه د ایران له خوا بشپړه شوې او اوس د مطالعاتي طرحو د یوځای کولو او د عمومي مسیر د بیاطرحې پړاو ته داخله شوې ده.»

هغه زیاته کړه چې د دې پروژې د ډیزاین، جوړولو او ساختماني مدیریت ټولې چارې به ایران ترسره کوي، او افغانستان به د دې پروژې لپاره شاوخوا دوه میلیارد ډالره مالي لګښت برابروي.

د طالبانو حکومت هیله لري چې د کانونو د استخراج له لارې به دې سترې پروژې ته مالي امکانات برابر کړي.

دا رېللار په درېیو برخو وېشل شوې ده؛ د خواف–هرات برخه، چې مخکې د ایران له خوا جوړه شوې ده. د هرات–مزارشریف برخه، چې د ایران په همکارۍ به جوړه شي او د مزارشریف–واخان برخه، چې چین به یې جوړوي.

د افغانستان د رېللارو د پراختیا کنسورشیم مشر همداراز د رېلارو د بنسټیزو پروژو او د کانونو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ د هوکړه‌لیکونو د لاسلیک خبر ورکړ او ویې ویل چې لومړنی هدف دا دی چې هر کال د ایران او افغانستان ترمنځ په رېلګاډو کې دوه میلیون ټنه سوداګریز توکي ولېږدول شي.

که د هرات–مزارشریف رېللار بشپړه شي، نو د افغانستان لوېدیځ او شمالي زونونه به سره ونښلوي او د هېواد او سیمې ترانزیتي اهمیت به په څرګند ډول پیاوړی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په «ليلا» سريال انتقادي نظر!!!| سپين روان نورزی

ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې...