Homeخبرونهرحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو

رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر وټاکل شو

 تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۳۰مه) افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته د ملي لوبډلې بل مجرب لوبغاړی رحمت شاه زرمتی د لوبډلمشر په توګه وټاکه.

نوموړي له دې وړاندې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت په غاړه درلود.

دغه راز بیا د مرستیال لوبډلمشر دنده رحمن الله ګربز ته سپارل شوې ده.

شهیدي د خپلې لوبډلمشرۍ په موده کې په ۵۵ سیالیو کې لوبډلمشري وکړه چې له ډلې یې ۲۷ سیالۍ د افغانستان په نوم په بریا سره ثبت کړې.

نوموړي دغه راز د ۲۰۲۳ز کال په نړیوال جام کې هم څلور سترې بریاوې ترلاسه کړې چې د انګلستان، پاکستان، نیدرلنډ او سریلانکا په څېرو سترو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې او په یادو سترو سیالیو کې يې شپږم مقام د افغانستان په نوم کړ.

کرکټ بورډ وایي، شهیدي دغه راز د ۲۰۲۴ او ۲۵ کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره پنځه دوامداره لوبلړۍ وګټلې او په یادو کلونو کې یې یو په بل پسې د ایرلنډ، سویلي افریقا، بنګله دېش زمبابوې او بیا بنګله دېش لوبډلو ته ماتې ورکړې.

باید وویل شي چې رحمت شاه هم له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه په یادو بڼو کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت مخ ته وړی دی او تر دې چې په ځینو هغو کې یې د لوبډلمشري رول هم ادا کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د رحمت شاه ترڅنګ به رحمن الله ګربز په یادو بڼو کې د مرستیال لوبډلمشر مسوولیت پر غاړه ولري او دواړه به یاد مسوولیت د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ پر مهال پر غاړه واخلي او د افغانستان لپاره به ډېرې مثبتې کارنامې په نوم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په «ليلا» سريال انتقادي نظر!!!| سپين روان نورزی

ښايي په تېرو پنځو کلونو کې دا زما لومړنی افغانی سريال وي چې مې وکتلو، خو په ليدو يې مجبور شوم چې د ټولنپوهنې...