تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) د بخښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) په خپل نوي راپور کې ویلي، هغه هوايي برید چې د ۱۴۰۴ کال د حوت په ۲۶مه په کابل کې د معتادانو د درملنې پر مرکز «امید» وشو او لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي یې ووژل، باید د احتمالي جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي.
سازمان ویلي چې د خپلو پراخو څېړنو پر بنسټ یې داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې د پاکستان د پوځ هغه ادعا تایید کړي چې ګواکي دغه مرکز د وسلو، مهماتو یا نورو پوځي هدفونو لپاره کارېده.
د نړیوال بشردوستانه قانون سرغړونه
د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، دغه برید د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې د روغتیايي مرکزونو ځانګړی خوندیتوب اصل تر پښو لاندې کړی او د جګړې د قوانینو له اساسي اصولو، لکه د ملکي او پوځي هدفونو ترمنځ د توپیر، د احتیاط او د متناسب ځواک د کارونې له اصلونو سره په ټکر کې دی.
د دې سازمان یوې لوړپوړې چارواکې ایزابیل لاسه ویلي:«پر امید مرکز برید د نړیوال بشردوستانه قانون جدي نقض دی او ښايي جنګي جنایت وبلل شي. دا مرکز له لسو کلونو زیات وخت د یوه روغتیايي مرکز په توګه پېژندل کېده، نو پر هغه برید د پاکستان د پوځي پلان جوړونې جدي ناکامي ښيي؛ هغه ناکامي چې د سلګونو ملکي وګړو د مرګ سبب شوه.»
هغې له پاکستان څخه غوښتي چې د دې برید په اړه روڼ، خپلواک او بېطرفه تحقیقات ترسره کړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.
د پاکستان ادعا او د بخښنې نړیوال سازمان موندنې
پاکستان له برید یوه ورځ وروسته اعلان کړی و چې پوځ یې په کابل کې پوځي زیربناوې او د مهماتو زېرمې په نښه کړې او ادعا یې کړې وه چې ثانوي چاودنو د مهماتو موجودیت ثابت کړی دی.
خو د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د دوی څېړنې دا ادعا نه تاییدوي.
د راپور له مخې، څېړنه د ۶۰ څخه د زیاتو عکسونو او ویډیوګانو ارزونې، د سپوږمکۍ د څه باندې ۳۰ تصویرونو د تحلیل، د امید مرکز له کارکوونکو، د ابنسینا روغتون له طبي پرسونل او د برید له ژوندي پاتې شویو کسانو سره د مرکو داو نورو شواهدو پر اساس شوې ده.
سازمان وایي، ان هغه تصویرونه چې د پاکستان پوځ خپاره کړي، هم د ثانوي چاودنو داسې نښې نه ښيي چې د مهماتو د زېرمو موجودیت ثابت کړي.
په برید کې ویشتل شوې ودانۍ
د سپوږمکۍ تصویرونه او د عیني شاهدانو څرګندونې ښيي چې د مرکز لږ تر لږه درې برخې سختې ویجاړې شوې دي. په لومړۍ ودانۍ کې د نوو ناروغانو د استوګنې ځای، پخلنځی او د خوړو تالار و. د وژل شویو ډېری جسدونه هم له همدې ودانۍ راایستل شوي دي. په دوهمه ودانۍ د طالبانو د امنیتي ځواکونو د استوګنې او د خوراکي توکو د زېرمتون لپاره کارېده. درېیمه ودانۍ د سکرو، لرګیو، جامو او د خیاطۍ د ورکشاپ په توګه کارېده.
یوه عیني شاهد ویلي، له برید وروسته یې یوازې د لرګیو، سکرو، جامو او بوټونو پاتې شوني لیدلي او د هېڅ ډول پوځي تجهیزاتو نښې نه وې.
د مرګژوبلې شمېر
له بمبارۍ لږ وروسته طالبانو اعلان کړی و چې له ۴۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۵۰ څخه زیات ټپیان دي.
وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) لږ تر لږه د ۲۶۹ تنو وژل کېدا او د ۱۲۲ نورو ټپي کېدا تایید کړه.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، ښايي د قربانیانو اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي، ځکه د چاودنو شدت دومره زیات و چې د ځینو قربانیانو جسدونه د پېژندلو وړ نه وو.
د قربانیانو یوه خپل ویلي: «موږ په روغتونونو او درملیزو مرکزونو کې ډېر ولټول، خو تر اوسه مو د خپل عزیز جسد نه دی موندلی.»
یو روغتیايي کارکوونکي، چې د ټپیانو په لېږد کې یې برخه اخیستې وه، ویلي: «هر ځای چې مې قدم اېښود، هلته یو جسد پروت و.»
د امید مرکز شالید
د راپور له مخې، د امید مرکز په ۲۰۱۶ کال کې د ناټو د یوې پخوانۍ اډې پر ځای جوړ شو او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نشهيي توکو د معتادانو لپاره په دوه زره بستریز روغتیايي مرکز بدل شو.
د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د مرکز لویې لوحې په سیمهییزو ژبو لیکل شوې وې او په څرګنده یې ښودله چې دا یو روغتیايي مرکز دی. همدارنګه، تر برید درې ورځې مخکې د سپوږمکۍ تصویرونو د مرکز دننه د ګڼ شمېر خلکو شتون ښودلی و.
برید د تراویح لمانځه پر مهال شوی
د راپور له مخې، برید له هېڅ مخکیني خبرداري پرته د روژې میاشتې د تراویح لمانځه پر مهال ترسره شوی و. په هغه وخت کې تر زر څخه ډېر ناروغان په مرکز کې موجود وو.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د جولای په ۹مه یې د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه د دې برید د څېړنې او حساب ورکونې په اړه معلومات غوښتي وو، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې هېڅ ځواب نه و ترلاسه کړی.
ایزابیل لاسه خبرداری ورکړی: «د دې ډول جدي سرغړونو په اړه د څېړنې نه ترسره کول د نړیوال قانون پر وړاندې د اندېښنې وړ بېپروايي ښيي او د معافیت فرهنګ پیاوړی کوي. دا حالت کولای شي په راتلونکي کې د نورو ناقانونه عملیاتو او د لا ډېرو ملکي وګړو د مرګ سبب شي.»
د راپور وروستۍ ارزونه
د بخښنې نړیوال سازمان دا برید د هغو هوايي بریدونو د لړۍ برخه بللې چې پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې، د سرحدي کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، د افغانستان دننه ترسره کړي دي.
سازمان د یوناما د شمېرو په حواله ویلي چې یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ د پاکستان په بریدونو کې په افغانستان کې تر ۷۵۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
خدای دې تاند او چلوونکو ته یې اجرونه ورکړي.
له ټولو څخه مخکې او حقیقي معلومات خپروئ. دا خبر په دې تقصیل ما مخکې هیڅ ځای نه و لیدلی. د امنستی سایټ ته لاړم، ستاسو خبر مې پکښی ولیدی. ورسره مقایسه مې کړ. د دې نه مخکې مي هم ستاسي خبرونه چک کړي، ټول حقیقت ختلي دي.
بریالي اوسئ
نعمت الله بارکزی