Homeخبرونهملګرو ملتونو نورستان کې د سېلونو له امله د مړو شمېر له...

ملګرو ملتونو نورستان کې د سېلونو له امله د مړو شمېر له ۴۰ ډېر ښودلی

 تاند (سې شنبه د چنګاښ/سرطان ۳۰مه) د نورستان په مرکز، پارون او یو شمېر نورو سیمو کې له خونړیو سېلابونو راوتلو وروسته تازه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند «سټیفن دوجاریک» ویلي چې د دې پېښو له امله د مړو شمېر له ۴۰ ډېر دی.

نوموړي ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د دغو سېلابونو له امله لسګونه کسان ټپیان او ګڼ‌شمېر نور ژوندي ورک شوي دي.

سټیفن دوجاریک همداراز ویلي چې وروستیو سېلابونو استوګنیز کورونه، دولتي ودانۍ او سوداګریز مرکزونه هم ویجاړ کړي دي.

هغه زیاته کړې چې، دوی له خپلو شریکانو سره د زیانونو ارزونه پیل کړې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ویلي چې، دا مهال روغتیايي ټیمونه او ژغورونکې ډلې نورستان ته استول شوي او له ځینو سېلاب‌ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې هم شوې دي.

په ورته مهال د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې په نورستان کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۳ اعلان کړی او د ټپيانو شمېر یې له ۸۰ زیات ښودلی دی.

د یادولو ده چې په نورستان کې وروستي خونړي سېلابونه ستر ناورین بلل شوی او له ټولو مرستندویه بنسټونو غوښتل شوي چې له سېلاب‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ژوند کیسه مې لا نه ده تمامه…| سردارولي الکوزی

دوهم فصل: د جګړې په لمبو کې زېږېدلی ماشوم د انسان ژوند که هر څومره لنډ ښکاري، خو له دومره خاطرو او پېښو ډک وي...