تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۳۱ مه) له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ پاکستان، د امریکا او ایران ترمنځ په وروستیو خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو کې د خپل رول له ادعا وروسته، له امریکا د ۱۰ میلیارد ډالره مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، اسلاماباد د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بېسنټ، ته وړاندیز کړی چې د پنځو کلونو لپاره دې پاکستان ته ۱۰ میلیارده ډالره د اسعارو د ثبات ځانګړې مالي اسانتیا (Exchange Stabilization Support Facility) ورکړي.
راپور وايي، دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې چې پاکستان ادعا کوي د امریکا او ایران ترمنځ یې د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو اړیکو په اسانه کولو کې مهم رول لوبولی، او همدې کار یې د واشنګټن په نظر کې خپل ارزښت زیات کړی دی.
که امریکا دا مالي غوښتنه ومني، نو پاکستان به وکولای شي خپلې د بهرنیو اسعارو زېرمې پیاوړې کړي، د روپۍ پر ارزښت فشار کم کړي او پر نړیوال وجهي صندوق (IMF) او نورو بیړنیو مالي سرچینو خپله تکیه راکمه کړي.
پاکستان دا مهال د پیسو د نړیوالې صندوق د اووه میلیارده ډالرو پور د پروګرام پر اساس سخت اقتصادي اصلاحات عملي کوي، چې پکې د مالیاتو لوړول، د دولتي لګښتونو کمول او مالي انضباط شامل دي.
اقتصادپوهان وايي، که څه هم پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د پیسو د نړیوال صندوق د درې میلیارده ډالرو بیړني پور په مرسته له اقتصادي سقوط وژغورل شو، خو د دغه هېواد اقتصاد لا هم د بهرنیو پورونو، د دوستو هېوادونو د مالي مرستو او د پورونو د نوي کولو پر دوام ولاړ دی.
TRUM SHOULD DONOT PAY ANY DOLLARS TO PAKISTAN,
THIS WAS SMALL JOB AND HEIGH SALARY.
ONLY SAY THANKS FROM SHAHBAZ NASHAREEF AND FOX AASEM MUNEER