Homeخبرونهکسوف (لمرنیونه) به په ګڼو هیوادونو کې ولیدل شي

کسوف (لمرنیونه) به په ګڼو هیوادونو کې ولیدل شي

تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۰ مه) د اګست میاشتې په ۱۲مه (د زمري لسمه) به د ۲۰۲۶ کال بشپړ لمرنیونه (کسوف) وي. په دې ورځ به سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمنځ راشي، چې له امله به یې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ورځې پر مهال لمر د څو دقیقو لپاره په بشپړ یا جزوي ډول پټ شي. د دې نادرې فلکي پېښې د لیدو لپاره د نړۍ د ستورپوهان او مینه‌وال په بې‌صبرۍ انتظار باسي.

د ستورپوهنې د متخصصانو په وینا، لمرنیونه به په ګرینلنډ، ایسلنډ، د روسیې په شمال، هسپانیا، پرتګال او د اروپا په ګڼو نورو سیمو کې په څرګند ډول ولیدل شي. همدارناز د افریقا، شمالي امریکا، اطلس سمندر، شمالي قطب او ارام سمندر په ځینو برخو کې به جزوي لمرنیونه ښکاره وي.

د ۲۰۲۶ کال دا بشپړه لمرنیونه به په افغانستان، پاکستان، هند، چین، ایران او سریلانکا کې ونه لیدل شي، ځکه په دغو هېوادونو کې به هغه مهال شپه وي.

د فلکي محاسبو له مخې، د افغانستان پر وخت به لمرنیونه د شپې په ۹ بجې او ۴ دقیقې پیل شي، بشپړ پړاو به یې د شپې په ۱۰:۲۸ بجې وي، اصلي مرحله به تر ۱۲:۰۴ بجو دوام وکړي او جزوي لمرنیونه به د شپې په یوه بجه او ۲۸ دقیقو پای ته ورسېږي.

د ستورپوهنې کارپوهانو خبرداری ورکړی چې لمرنیونه باید هېڅکله په لوڅو سترګو ونه کتل شي، ځکه دا کار د سترګو لید ته دایمي زیان رسولای شي. د دې فلکي پېښې د لیدو لپاره باید یوازې د لمر ځانګړي عینکې یا منظور شوي سولر فلټرونه وکارول شي.

کارپوهان زیاتوي چې په اروپا کې به له نژدې درې لسیزو وروسته یو ځل بیا بشپړ  کسوف ولیدل شي، او له همدې امله تمه کېږي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه زرګونه سیلانیان او د ستورپوهنې مینه‌وال د دې بې‌ساري فلکي منظرې د نندارې لپاره یادو سیمو ته سفر وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...