Homeخبرونهد افغانستان پولې ته نژدې په تاجکستان کې چینايي کارکوونکو خپل کار...

د افغانستان پولې ته نژدې په تاجکستان کې چینايي کارکوونکو خپل کار بېرته پیل کړی

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۰ مه) د افغانستان پولې ته نژدې د تاجکستان د سړک جوړولو په یوه لویه پروژه کې چینايي کارکوونکي له څو میاشتو ځنډ وروسته بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

دوی وروسته له هغه بیا کار پیل کړ چې د امنیتي پېښو له امله یې فعالیتونه درېدلي وو.

د تاجکستان د ترانسپورت وزارت چارواکو د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د تاجکي څانګې ته ویلي، د دوشنبې–کولما پر لویه لار د ۱۰۹ کیلومتره برخې رغنیزې چارې، چې د افغانستان پولې ته نژدې موقعیت لري، بېرته پیل شوې دي.

د راپور له مخې، تاجکستان چین ته ډاډ ورکړی چې چینايي کارکوونکو ته به ځانګړي امنیتي تدابیر ونیول شي، او رغنیزې چارې د روان کال په اپرېل میاشت کې له سره پیل شوې دي.

د دې لویې لارې کارونه د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې هغه مهال ودرول شول چې چین د امنیتي اندېښنو له امله خپلو ټولو اتباعو ته سپارښتنه وکړه چې له سرحدي سیمو ووځي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د ۲۰۲۵ کال د نوومبر په وروستیو کې د سړک جوړولو پر چینايي ټیم برید وشو، چې له امله یې دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. همداراز، د ۲۰۲۵ کال په یوه جلا برید کې درې نور چینايي وګړي هم وژل شوي وو.

په کابل کې د دې برید په اړه ادعا شوې چې پاکستان پکې لاس لري.

تاجکستاني چارواکو په لومړي سر کې دا بریدونه اسلامي وسله‌والو ته منسوب کړي وو، خو تر اوسه د دغو ادعاوو لپاره کره شواهد نه دي وړاندې شوي.

د روان کال په پیل کې هم د تاجکستان امنیتي ځواکونو او شکمنو مخدره توکو قاچاق‌وړونکو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې.

د راپور له مخې، اوس مهال د چینايي کارګرو امنیت د تاجکستان ځانګړي ځواکونه تأمینوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...