Homeخبرونهپه خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د داعش پر مرکزونو د ډرون بریدونه...

په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د داعش پر مرکزونو د ډرون بریدونه شوي

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۰ مه) د افغانستان واکمن حکومت ته نژدې سرچینې ادعا کوي چې د دفاع وزارت بې پېلوټه الوتکو نن په بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د پاکستان حکومت په دې اړه رسماً تراوسه څه نه دي ویلي حو په بلوچستان کې پولیسو برید تایید کړی دی.

د افغانستان د طالبانو حکومت بیا بیا ویلي چې پاکستان په خپله خاوره کې ترهګرې ډلې، داعش ته پناهځایونه ورکړي، په دغو پناهځایونو کې یې روزي او له هغه ځایه یې د بریدونو لپاره افغانستان ته لېږي.

د طالبانو حکومت کابو دوې اوونۍ پخوا هم په خیبر دره کې د داعش پر یوه پټنځای د حملې ادعا کړې وه خو پاکستان رد کړه او ویې ویل چې د دوی هوايي دفاع سیستم د افغانستان بې پېلوټه الوتکه ډیورند کرښې ته څېرمه وویشته او اجازه یې ورنه کړه چې هدف ته ځان ورسوي.

خو ځینو سرچینو تایید کړه چې په خیبر دره کې پر یوه مشکوک ځای برید شوی دی.

د بلوچستان د پښین ولسوالۍ د سرانان افغان کډوالو کمپ ته نژدې یوې باوري سرچینې تاند ته وویل چې دوو بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په ې بریدونو کې درې کسان ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

همداراز د پولیسو په وینا، تيره شپه شاوخوا درې بجې يو ډرون رېلوې روغتون ته نژدې پر یوه کور ولوېد. له پېښې وروسته پولیس او نورې اړوندې ادارې سیمې ته ورسېدې، سیمه یې کلابنده کړه او د شواهدو د راټولولو لړۍ یې پیل کړه.

پولیس وایي په پېښه کې هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې هم د بلوچستان د کلا عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې د ډرون برید یوه ورته پېښه شوې وه، چې له امله یې هم امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...