تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۰ مه) د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر، محمود سیادت، ویلي چې د بانکي ستونزو له امله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ پراختیا له خنډونو سره مخامخ ده، خو د یوه رسمي بانکي او مالي پلاتفورم په جوړېدو سره به دوهاړخیزه سوداګري اسانه او د درېیمو هېوادونو پر اسعارو تکیه کمه شي.
د ایران د نورنیوز د راپور له مخې، د نوموړي په وینا، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ بانکي بندیزونه او د منځګړو مالي سیستمونو او درېیمو اسعارو، په ځانګړې توګه د امریکايي ډالر، کارول دي.
سیادت وویل، که څه هم په لنډمهال کې د سوداګرۍ د دوام لپاره له دودیزو تبادلو او صرافیو څخه کار اخیستل ضروري دي، خو د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې منځمهاله او اوږدمهاله تګلاره د یوه رسمي مالي او بانکي چوکاټ رامنځته کول دي.
هغه زیاته کړه چې د دوی اصلي موخه دا ده چې د ریال او افغانۍ ترمنځ اوسنی غیررسمي او دودیز تصفیوي سیستم په یوه رسمي بانکي او مالي پلاتفورم بدل کړي، او د دې هدف لپاره یو شمېر بنسټیزې پروژې تعقیبوي.
د نوموړي په وینا، لومړنی ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسعارو د تصفیې مرکز (Currency Clearing Center) یا منځګړي مالي سویچ جوړول دي، څو سوداګر وکولای شي د امریکايي ډالر یا نورو بهرنیو اسعارو له کارولو پرته، په خپلو ملي اسعارو راکړه ورکړه وکړي. هغه وویل، دا به د راکړې ورکړې لګښتونه کم او د پانګې د لېږد بهیر چټک کړي.
سیادت همداراز د دواړو هېوادونو د سوداګریزو بانکونو ترمنځ د خوندي تخنیکي نښلونې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د دې سیستم په رامنځته کېدو سره به د تادیاتو د تضمین میکانیزم جوړ شي، چې د پیسو د لېږد په برخه کې به د سوداګرو اندېښنې او خطرونه کم کړي او د سوداګرۍ لپاره به خوندي چاپېریال برابر کړي.
هغه څرګنده کړه چې د دې مالي پلاتفورم د جوړولو لپاره له یوه مشهور ایراني شرکت سره ګډ کار روان دی.
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر وویل، د دې مالي زیربنا ارزښت یوازې تر لویې سوداګرۍ محدود نه دی، بلکې د دواړو هېوادونو د انلاین سوداګرۍ د پلاتفورمونو د نښلولو لپاره هم مهم دی. د هغه په وینا، دا کار به د کورنیو تولیداتو، کوچنیو او منځنیو شرکتونو لپاره نوي بازارونه پرانیزي او د کارموندنې په پراختیا کې به مهم رول ولوبوي.
سیادت زیاته کړه چې د افغانستان له بازار سره د ایران د ډیجیټلي اقتصاد د خدماتو او نوښتونو د نښلولو لپاره له اړوندو ادارو او د ټکنالوژۍ له مخکښو شرکتونو سره پراخې مشورې پیل شوې دي.
هغه هیله څرګنده کړه چې دا هڅې به ډېر ژر عملي بڼه خپله کړي او د ایران او افغانستان ترمنځ به د اقتصادي همکاریو چوکاټ په بنسټیز ډول بدل کړي.