Homeخبرونهنوې څېړنه: په ځوانانو کې د سرطان د زیاتېدو مهم لامل موندل...

نوې څېړنه: په ځوانانو کې د سرطان د زیاتېدو مهم لامل موندل شوی

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۰ مه) په نړۍ کې له ۵۰ کلونو څخه د کم عمر لرونکو کسانو په منځ کې، په ځانګړې توګه د کولمو د سرطان پېښې په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دي.

سرطان په نړۍ کې د مړینې دوهم ستر لامل ګڼل کېږي او د ځینو ډولونو له کبله یې تر ټولو ډېر کسان مري. د وروستیو څېړنو له مخې، له ۱۹۵۰مو کلونو راهیسې په ځوانانو کې د سرطان د ځینو ځانګړو ډولونو د پېښېدو خطر په دوامداره توګه زیات شوی دی.

اوس یوې نوې څېړنې ښودلې چې د دې زیاتوالي یو مهم علت د هغو کسانو د بیولوژیکي عمر چټک زیاتوالی دی چې په ۱۹۸۰مو او ۱۹۹۰مو کلونو کې زېږېدلي دي.

که څه هم د انسان عمر عموماً د زېږېدو د نېټې له مخې ټاکل کېږي، خو ډاکټران د بیولوژیکي عمر اصطلاح هم کاروي، چې د بدن او ذهن د واقعي فعالیتونو عمر څرګندوي. جینیټیک، د ژوند طرز او نور عوامل پر دې عمر اغېز کوي، او هر څومره چې بیولوژیکي عمر لوړ وي، د بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړې توګه د سرطان، خطر هم ورسره لوړېږي.

د امریکا د واشنګټن پوهنتون د طب پوهنځي څېړونکو د ۱۹۶۵ او ۱۹۶۹ کلونو ترمنځ زېږېدلو کسانو بیولوژیکي عمر د ۱۹۹۰ او ۱۹۹۹ کلونو ترمنځ له زېږېدلو کسانو سره پرتله کړ.

د څېړنې پایلو وښودله چې د ۱۹۹۰مو کلونو په لسیزه کې زېږېدلي کسان د ۱۹۶۰مو کلونو د نسل پرتله په ډېرې چټکۍ سره له بیولوژیکي پلوه زړېږي. دا توپیر په نارینه‌وو کې د ښځو پرتله ډېر څرګند و.

د څېړنې له مخې، هر څومره چې د انسان د بیولوژیکي او واقعي عمر ترمنځ واټن زیات وي، هومره د سږو، هاضمه سیستم او د کولمو د سرطان خطر هم لوړېږي.

راپور زیاتوي چې د ۱۹۹۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ، له ۵۰ کلونو څخه د کم عمر کسانو په منځ کې د سرطان پېښې ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي، او په تېره بیا د کولمو سرطان په ځوانانو کې ډېر عام شوی دی.

د څېړنې له مخې، په ۱۹۹۰مو کلونو کې زېږېدلي کسان د ۱۹۶۰مو کلونو د نسل پرتله د کولمو د سرطان له څلور چنده زیات خطر سره مخامخ دي.

څېړونکي وايي، بېلابېل عوامل د دې سبب کېدای شي؛ لکه د بلوغ د عمر ژر پیل، چاغښت، د شکر ناروغي او د زړه او رګونو ناروغۍ، چې دا ټول د بیولوژیکي عمر د چټک زیاتوالي لامل کېږي او د سرطان خطر لوړوي.

څېړنې دا هم موندلې چې د بدن د بېلابېلو غړو بیولوژیکي عمر یو له بل سره توپیر لري. د بېلګې په توګه، که د بدن د دفاعي سیستم عمر له واقعي عمر څخه لوړ وي، د سرطان خطر زیاتېږي. همداراز، که د غوړو نسجونو عمر د بدن له عمر څخه زیات وي، د کولمو د سرطان خطر هم لوړېږي.

څېړونکي وايي، تر اوسه په ځوانانو کې د سرطان د زیاتېدو لپاره یو واحد او قطعي دلیل نه دی موندل شوی، خو دا ډول څېړنې د هغو عواملو په پېژندلو کې مرسته کوي چې د دې ناروغۍ د زیاتېدو لامل کېږي.

د دوی په وینا، په راتلونکو څېړنو کې به دا وڅېړل شي چې چاپېریالي عوامل تر کومه بریده د سرطان خطر زیاتوي او څنګه د دې ناروغۍ مخنیوی کېدای شي.

د دې څېړنې پایلې په Medicine علمي مجلې کې خپرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...