Homeخبرونهد افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د پاکستان...

د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا د پاکستان وروستي هوايي بریدونه وغندل

تاند (چهارشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۰ مه) د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو د همغږۍ شورا په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پکې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت او د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه بللې ده.

دې شورا د سې‌شنبې په ورځ (د سرطان ۹مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغو بریدونو د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو ترڅنګ، استوګنو سیمو ته هم پراخ زیان اړولی دی. شورا د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د استوګنو سیمو په نښه کول، او همداراز هغه راپورونه چې ښيي د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په دوهم برید کې هغه کسان هم په نښه شوي چې د ژغورنې او مرستې لپاره راټول شوي وو، د نړیوال بشري قانون له اساسي اصولو، لکه د ملکي او پوځي اهدافو د تفکیک، احتیاط او تناسب له اصولو، سره په ټکر کې دي.

شورا ټینګار کړی چې هېڅ سیاسي، امنیتي یا پوځي دلیل هغه بریدونه نه شي توجیه کولی چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف دي او ملکي وګړو مرګ‌ژوبله اړوي.

دې شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) له خوا د دغو پېښو د لومړني ثبت هرکلی کړی او د بریدونو په اړه یې د خپلواکو، شفافو او بې‌طرفه څېړنو او د مسوولانو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

پاکستان د یکشنبې په شپه پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. د یوناما د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

خو ځايي اوسېدونکي او طالب چارواکي وايي چې لږترلږه ۳۶ تنه وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي. ډېری مرګ ژوبله ماوشومانو او ښځو ته اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...