تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۹ مه) د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي، د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په نتیجه کې د لسګونو ټپي شویو ملکیانو د درملنې لپاره یې د افغانستان د ختیځو سیمو روغتونونو ته بېړنۍ طبي مرستې رسولې دي.
د دې ادارې په وینا، دا بېړنۍ طبي مرستې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز روغتون، د څمکنیو ولسوالي روغتیايي مرکزونو او نورو روغتیايي بنسټونو ته سپارل شوې، څو د ټپیانو په درملنه کې ترې کار واخلي.
دا بشري مرستې وروسته له هغې ورسول شوې چې د پاکستان پوځ د یکشنبې شپې د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ، د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ او د کونړ د مانوګي ولسوالۍ پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. پاکستاني چارواکي وایي، بریدونه یې د وسلهوالو پر پټنځایونو کړي، خو طالب چارواکو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې بریدونو د استوګنې سیمې په نښه کړې او درنې ملکي مرګژوبلې یې اړولې دي.
د دغو بریدونو له امله نړیواله اندېښنه زیاته شوې او د کابل او اسلاماباد ترمنځ ډیپلوماتیک کړکېچ هم یو ځل بیا توند شوی دی. ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو د ملکي وګړو د خوندیتوب او د افغانستان د ملي حاکمیت د درناوي غوښتنه کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې د تاوتریخوالي له لا زیاتېدو ډډه وکړي.
مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې د افغانستان ختیځې سیمې له دې وړاندې هم د کلونو جګړو، اقتصادي ستونزو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له سختو ننګونو سره مخامخ وې. د وروستیو بریدونو له امله پر سیمهییزو روغتونونو فشار نور هم زیات شوی، ځکه دغه روغتیايي مرکزونه لا هم د درملو، تجهیزاتو او بودجې له کمښت سره مخامخ دي او په عین وخت کې د زیاتېدونکو بشري اړتیاوو ځواب هم ورکوي.