Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد نړیوال بانک راپور: د افغانستان اقتصاد وده کړې، خو د خلکو...

د نړیوال بانک راپور: د افغانستان اقتصاد وده کړې، خو د خلکو د ژوند سطحه لا هم مخ پر ټیټېدو ده

تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۹ مه) نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو کابو پنځه کاله وروسته د افغانستان اقتصاد د رغېدو په حال کې دی، خو د ودې کچه دومره ټیټه ده چې د خلکو د ژوند شرایط نه شي ښه کولای. د راپور له مخې، د نفوس چټکه زیاتېدا او د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدا د هېواد پر نازک اقتصاد دروند فشار واردوي.

د نړیوال بانک په راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان اقتصادي څار (Afghanistan Economic Monitor)  په نوم خپور شو، وايي، د کورنۍ تقاضا زیاتوالی، د بیو نسبي ثبات او د حکومت د عوایدو ښه راټولېدل د اقتصادي ودې اصلي لاملونه دي، خو د نفوس د زیاتوالي له امله د هر وګړي عاید ۵.۶ سلنه کم شوی، چې ښيي اقتصادي وده د نفوس له زیاتوالي سره همغږې نه ده.

انفلاسیون کم شوی، خو سوداګري او پانګونه کمزورې شوې

راپور د افغانستان د اقتصاد یو مخلوط انځور وړاندې کوي. له یوې خوا انفلاسیون کم شوی، افغانۍ ارزښت موندلی او د دولت عواید ثابت پاتې دي، خو له بلې خوا صادرات، واردات او پانګونه د پاکستان د سرحدي لارو د تړل کېدو او د منځني ختیځ د بې‌ثباتۍ له امله کمزورې شوي دي.

د راپور له مخې، د مې میاشتې په ترڅ کې د مصرفي توکو بیې د ورتېرې میاشتې پرتله ۱.۲ سلنه راټیټې شوې. دا کمښت د خوراکي توکو د ښه رسېدو او د کورنیو کرنیزو حاصلاتو د موسم له امله رامنځته شوی دی.

کلنی انفلاسیون هم له ۸.۶ سلنې څخه ۸ سلنې ته راکم شوی دی.

د خوراکي توکو بیې راټیټې شوې، خو د کور او روغتیا لګښتونه لوړ شوي

د نړیوال بانک په وینا، په مې میاشتې کې د خوراکي توکو بیې ۲.۱ سلنه راکمې شوې، چې تر ټولو ډېر کمښت د سبزیو په بیو کې و او ۱۵.۴ سلنه راټیټې شوې. د غوړو، غوښې او نورو خوراکي توکو بیې هم راکمې شوې دي.

خو راپور وايي، ټولو کورنیو د دې وضعیت ګټه نه ده اخیستې. د کور کرایې او د استوګنې لګښتونه ۱.۲ سلنه لوړ شوي، چې عمده لامل یې د ډېر شمېر افغان کډوالو راستنېدا او کورونو ته د تقاضا زیاتوالی دی.

همداراز د درملو د بیو د لوړوالي له امله د روغتیايي خدمتونو لګښتونه هم ۰.۶ سلنه زیات شوي دي.

افغانۍ پیاوړې شوې

راپور وايي، افغانۍ په مې میاشت کې لا نوره هم پیاوړې شوې او د هر امریکايي ډالر په بدل کې ۶۳.۹ افغانۍ تبادله شوې، چې د ورتېرې میاشتې پرتله ۱.۲ سلنه او د تېر کال د همدې مودې پرتله ۸.۳ سلنه ښه والی ښيي.

نړیوال بانک دا پرمختګ په کورني بازار کې د نغدو پیسو محدودیت او افغانۍ ته د دوامدارې تقاضا پایله بولي.

سره له دې، راپور وايي چې د ایران او پاکستان پرتله د ټیټ انفلاسیون له امله د افغانستان د تبادلې حقیقي  ارزښت کمزوری شوی، چې افغان صادرات یې په سیمه‌ییزو بازارونو کې سیالي وړ ګرځولي دي.

صادرات او واردات کم شوي

د راپور له مخې، د افغانستان صادرات د مې په میاشت کې ۷۹.۲ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي، چې د اپرېل پرتله ۱۷ سلنه او د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۴ سلنه کمښت ښيي.

واردات هم شاوخوا ۹۷۰ میلیون ډالرو ته راکم شوي، چې د اپرېل پرتله ۱۱ سلنه او د تېر کال پرتله ۱۶ سلنه کم دي.

نړیوال بانک وايي، د دې کمښت اصلي لاملونه د پاکستان د مهمو لارو تړل کېدل او په منځني ختیځ کې روانې جګړې او بې‌ثباتۍ دي، چې د سوداګرۍ دودیزې لارې یې ګډوډې کړې، د لېږد لګښتونه یې لوړ کړي او سیمه‌ییز تجارت یې ستونزمن کړی دی.

هند د افغانستان تر ټولو لوی صادراتي بازار دی

راپور وايي، د افغانستان ۶۷ سلنه صادرات خوراکي توکي دي، چې ارزښت یې ۵۲.۸ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د ټوکرانو صادرات بیا د تېر کال پرتله ۴۸.۳ سلنه زیات شوي، ځکه سوداګرو خپل صادرات د منځنۍ اسیا له لارې چین ته اړولي دي.

د سکرو صادرات بیا د پاکستان د سرحدونو له تړل کېدو وروسته نژدې درېدلي دي.

هند د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازار دی او د ټولو صادراتو ۳۳.۷ سلنه ورته ځي. له هغه وروسته ایران ۱۱.۳ سلنه او چین ۱۰.۹ سلنه ونډه لري.

د پانګونې د کمېدو نښې

راپور وايي، د خوراکي توکو واردات د وچکالۍ له امله د غلو د کمښت په سبب د تېر کال پرتله ۲۰ سلنه زیات شوي، خو د ماشینونو، ترانسپورتي وسایلو او د پانګونې د نورو توکو واردات په چټکۍ راکم شوي دي.

د پانګونې د توکو واردات ۴۱ سلنه، د ترانسپورتي وسایلو واردات ۴۹ سلنه، د ماشینونو واردات ۱۶ سلنه، د ټوکرانو واردات ۴۳ سلنه او د معدني محصولاتو واردات ۲۸ سلنه راکم شوي دي.

نړیوال بانک وايي، دا وضعیت ښيي چې سوداګر د دوامداره بې‌باورۍ له امله د نوې پانګونې په اړه محتاط دي.

پر ایران د سوداګرۍ تکیه زیاته شوې

راپور څرګندوي چې افغانستان ورځ تر بلې د ایران پر سوداګریزو لارو ډېر متکي کېږي.

د مې په میاشت کې د افغانستان ۵۶ سلنه واردات یا له ایرانه شوي او یا هم د ایران له لارې هېواد ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې ۴۱ سلنه واردات د منځنۍ اسیا له لارو ترسره شوي دي.

ایران د روان مالي کال په ترڅ کې د افغانستان د ټولو وارداتو ۳۱.۶ سلنه برابر کړي دي. له هغه وروسته متحده عربي امارات ۱۲.۱ سلنه، چین ۱۱.۹ سلنه او ازبکستان ۸.۶ سلنه ونډه لري.

نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې پر ایراني لارو د افغانستان زیاتېدونکې تکیه هېواد د سیمه‌ییزو کړکېچونو، د سرحدونو د تړل کېدو او لوژستیکي ستونزو پر وړاندې لا زیانمنوي.

د دولت عواید ثابت پاتې دي

د راپور له مخې، د افغانستان کورني عواید د مې په میاشت کې ۲۲ میلیاردو افغانیو (شاوخوا ۳۴۴ میلیون ډالرو) ته رسېدلي، چې د اپرېل پرتله ۱۲ سلنه زیات، خو د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه کم دي.

نړیوال بانک وايي، د مالیاتو ښه راټولول او د مالیاتي نظام ښه مدیریت د سوداګرۍ د کمښت اغېزې تر یوه بریده جبران کړې دي.

خو ګمرکي عواید تر ټولو ډېر زیانمن شوي او د اپرېل پرتله ۳۰ سلنه او د تېر کال د مې په پرتله ۴۵ سلنه راکم شوي دي.

برعکس، غیرمالیاتي عواید ۴۵ سلنه زیات شوي، چې لامل یې د سړکونو محصول، د پاسپورټ او هوايي تګ راتګ فیسونه، د رېللارې عواید او مخابراتي خدمتونه بلل شوي دي.

د بودجې تر تصویب وروسته دولتي لګښتونه لوړ شوي

راپور وايي، د بودجې تر ځنډني تصویب وروسته د مې په میاشت کې د دولت لګښتونه په چټکۍ زیات شوي او ۲۶.۴ میلیاردو افغانیو ته رسېدلي دي.

دا لګښتونه د اپرېل پرتله ۸۹ سلنه او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸۰ سلنه زیات شوي دي.

د معاشونو ورکړه ۸۶ سلنه او د توکو او خدمتونو لګښتونه ۴۳ سلنه لوړ شوي دي، خو د پراختیايي پروژو لګښتونه لا هم محدود پاتې دي.

نړیوال بانک: اقتصادي ثبات راغلی، خو د خلکو ژوند لا هم ښه شوی نه دی

نړیوال بانک د خپل راپور په پای کې وايي، که څه هم د ۲۰۲۱ کال له اقتصادي سقوط وروسته د افغانستان اقتصاد تر یوه بریده بېرته رغېدلی، خو دا رغېدنه لا هم ډېره نازکه ده.

د راپور په وینا، د سوداګرۍ دوامدارې ستونزې، کمزورې پانګونه، پر محدودو صادراتي محصولاتو او ترانزیټي لارو تکیه، او د نفوس چټکه زیاتېدا لا هم د خلکو د ژوند د ښه کېدو مخه نیسي او میلیونونه افغانان د اقتصادي ثبات له شتون سره سره د ژوند د سطحې له ټیټېدو سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...