تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۰ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، وايي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي. دا شمېر هغه کسان هم رانغاړي چې په خپله خوښه ستانه شوي او هغه کسان هم چې د پاکستان د کډوالۍ د تګلارو له مخې ایستل شوي دي.
شهباز شریف د شنبې په ورځ د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل چې امنیت د هر انسان اساسي حق دی او د هغو کسانو ساتنه چې د جګړو، ناامنۍ او کړکېچونو له امله خپل کورونه پرېږدي، د نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی.
هغه زیاته کړه چې پاکستان له ۱۹۷۹ کال راهیسې د میلیونونو افغانانو کوربه پاتې شوی او له محدودو سرچینو سره سره یې هغوی ته د سرپناه او ژوند فرصتونه برابر کړي دي. نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې بېځایه شویو کسانو ته د سولې، هیلې او خپل هېواد ته د خوندي او باعزته ستنېدو امکانات برابر کړي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان د افغان کډوالو په اړه د کډوالۍ خپلې تګلارې لا سختې کړې دي. اسلاماباد په ۲۰۲۳ کال کې د کډوالو د ایستلو کمپاین له پیل وروسته دغه تګلاره د افغان تابعیت کارت لرونکو او د لنډمهالو خوندیتوب اسنادو لرونکو افغانانو پر وړاندې هم پراخه کړې ده.
نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول United د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان، د افغان کډوالو د ایستلو په اړه اندېښنه ښودلې او په وار وار یې ټینګار کړی چې بېرته ستنېدل باید داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.
دواړو ادارو خبرداری ورکړی چې په لویه کچه د کډوالو ستنېدل د افغانستان پر لا دمخه کمزوري اقتصاد او بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.
افغانستان دا مهال د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی. میلیونونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، بېکاري پراخه ده او عامه خدمات تر سخت فشار لاندې دي.
مرستندوی بنسټونه وايي چې له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو دوامداره بهیر د استوګنې، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او کاري فرصتونو اړتیاوې لا زیاتې کړې دي.
په پاکستان کې لا هم ډېر شمېر افغانان ژوند کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستانه وتلي وو. په دې ډله کې پخواني دولتي کارکوونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان او هغه کسان شامل دي چې امریکا، کاناډا، استرالیا او اروپايي هېوادونو ته د بیا مېشتېدو په تمه دي.
دوی اوس د خپل قانوني وضعیت په اړه له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او د نیول کېدو یا ایستل کېدو اندېښنه لري.
بشري مرستندویو ادارو په وار وار ټینګار کړی چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د راستنېدونکو د لوی شمېر د جذب محدود ظرفیت لري او د بیا ادغام پروګرامونو، بیړنیو مرستو او اوږدمهاله پراختیایي پروژو لپاره د نړیوال ملاتړ د زیاتېدو غوښتنه یې کړې ده.