Homeخبرونهپه خیبرپښتونخوا کې د سړک د غاړې چاودنو اووه کسان وژلي

په خیبرپښتونخوا کې د سړک د غاړې چاودنو اووه کسان وژلي

تاند شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۰ مه) په خیبرپښتونخوا ایالت کې د سړک د غاړې د دوو چاودنو له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

د بنو ولسوالۍ د پولیسو یوه افسر یاسر افریدي ویلي، یو شخصي باروړونکي موټر چې سپرلۍ یې لېږدولې، د ریموټ کنټرول له لارې د چاودېدونکي ماین (IED) په وسیله په نښه شو.

هغه زیاته کړه په داسي حال کې چې ټپیان روغتون ته په یوه بل موټر کې وړل کېدل چې دوهم ماین هم وچاودېد. د دې چاودنې له امله درې نور کسان ټپیان شوي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او نورې وسله‌والې ډلې په دې سیمه کې فعالې دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. هغه ویلي چې حکومت د ترهګرۍ د له منځه وړلو او د عدالت منګولو ته د پېښې د عاملانو د سپارلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.

پاکستان ادعا کوي چې په دې هېواد کې د بریدونو زیاتوالی له افغانستان سره تړاو لري او له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي. خو په کابل کې د طالبانو حکومت په وار وار دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د وسله‌والو ډلو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه نه کارول کېږي.

په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو اړیکې تر وسله‌والو نښتو پورې رسېدلې دي، او پاکستان په ځلونو د افغانستان په ښارونو هوايي بریدونه هم کړي دي.

د راپور له مخې، د روانې میاشتې په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

همداراز، د اکتوبر میاشتې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې تر ډېره تړلې پاتې شوې، چې له امله یې دوه‌اړخیزه سوداګري هم اغېزمنه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...