Homeخبرونهکرکټ: افغان ملي لوبډلې په ۳مه پرلپسې لوبه کې هم له هنده...

کرکټ: افغان ملي لوبډلې په ۳مه پرلپسې لوبه کې هم له هنده ستره ماتې وخوړه

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۳۰مه) د افغانستان او هند ترمنځ د درېیو یو ورځنیو نړیوالو لوبو درېیمه لوبه نن شنبه وشوه.

په دې لوبه کې هم افغان ملي لوبډلې له هنده ستره ماتې وخوړه.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. په توپ وهنه کې افغان لوري په ټاکلو ۴۴ اورونو کې هندۍ لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په زیان ۲۱۸ منډې هدف ورکړ.

حشمت الله شهیدي ۱۰۲ او عظمت الله عمرزي ۵۰ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

په توپ اچونه کې بیا هندۍ لوبډلې لپاره کرشنا ۵ افغان لوبغاړي اوټ کړل.

هند پياوړی پيل وکړ او د جیسوال د سلیزې پرمټ یې افغان لوبډلې له لوري ټاکل شوی هدف په ۲۹م اوور کې پوره او لوبه یې د ۹ لوبغاړو په توپير وګټله.

هند لپاره جیسوال ۱۱۰ او روحیت شرما ۷۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې. یوازې روحیت شرما خپله وېکټ له لاسه ورکړه.

په توپ اچوونه کې یوازې محمد نبي وکولی شول د هند یو لوبغاړی اوټ کړي.

په دې سره هند په درېیمه پرلپسې یو ورځنۍ لوبه کې هم افغانستان ته ستره ماتې ورکړه. تر دې وړاندې یې لومړنۍ دوه لوبې هم په سترو توپيرونو ګټلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د هندي سینما ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژلی دی

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۳مه) د هندي ټلوېزیوني ډرامې «کمکم بهاګیه» ځوانې اداکارې سنچیتا اوګلې ځان وژنه کړې ده. د هندي رسنیو د راپورونو...