تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۰ مه) د ایران د سپاه پاسداران له وروستي اعلان سره سره چې ګواکې د هرمز تنګي اوبلاره به بیا وتړل شي، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې د شنبې په ورځ د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ زیات شوی او ۵۵ بېړۍ چې له ۱۷ میلیونه بېرلو څخه ډېر تېل یې لېږدول، په خوندي ډول له دې اوبلارې څخه تېرې شوې دي.
سنټکام په اېکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي چې د نړیوالو اوبو له دې مهم دهلېز څخه تګ راتګ بې خنډه دوام کړی دی.
په همدې حال کې، د سمندري چارو د معلوماتو ګډ مرکز هم په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د دې نړیوالې اوبلارې امنیت په بشپړ ډول خوندي دی.
سنټکام همداراز ویلي چې له ایران سره د شوې هوکړې د ټولو مادو پلي کولو ته ژمن دی.
بل لور ته،د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس، د شنبې په ورځ وویل چې ډاډ لري د واشنګټن او تهران ترمنځ په ۱۴ مادهییزه هوکړه کې شامل اوربند به دوام ومومي.
هغه زیاته کړه: «د هرمز تنګي د تړل کېدو هېڅ نښه نه لیدل کېږي.»
له بلې خوا جې ډي ونس او د ایران د پارلمان ريیس قالیباف سویس ته روان شوي چې د دوو هیوادونو په خبرواترو کې ګډون وکړي.