Homeخبرونهشپږیزه کرکټ لیګ ۱۱م پړاو؛ د جولای په لومړي نېټه په خوست...

شپږیزه کرکټ لیګ ۱۱م پړاو؛ د جولای په لومړي نېټه په خوست کې پيلېږي

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۳۰مه) د افغانستان کرکټ بورډ د کورنۍ کرکټ د سترو سیالیو ( شپږیزه کرکټ لیګ) د پيل نېټه، ځای او لوبډلو په تړاو په یوه خبري کنفرانس کې مالومات وړاندې کړل.

کرکټ بورډ وایي، دا سیالۍ د جولای میاشتې لومړۍ نېټه سوېل ختیځ خوست ولایت کې پیل او د همدې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دا د شپږیزه لیګ یوولسم پړاو دی او لومړی ځل دی چې، له کابله د باندې ترسره کېږي.

په دې لیګ کې هم د تېر په څېر ۵ لوبډلې ګډون لري چې، راشد خان د سپین غر، رحمان الله ګربز د مېس عینک، حشمت الله شهیدي د بندامیر، عظمت الله عمرزی د امو او ابراهیم ځدراڼ د بست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشري وکړي.

کرکټ بورډ وایي چې، نوین الحق، شرف الدین اشرف او ضياء الرحمان اکبر ژوبل دي او په شپږیزه لیګ کې نه لوبېږي.

د لوبډلو نوملړونه دا دي:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...