انجنیر زلمی نصرت
دنمارک
د افغانستان له خاورې هېڅ ډلې او یا جریان ته اجازه نه ورکول کېږي چې د نورو هېوادونو، په ځانگړي ډول د گاونډیو هېوادونو پر ضد فعالیت وکړي.
اسلامي امارت واک ته له بیا رسېدو وروسته دا تگلاره په څرگند ډول اعلان کړه او ځان یې د هغې عملي کولو ته ژمن وباله.
په ورته وخت کې یې د سیمې له هېوادونو څخه هم وغوښتل چې د متقابل چلند اصل ته درناوی وکړي او اجازه ور نکړي چې د هغوی خاوره د افغانستان پر ضد وکارول شي.
په اصل کې دا تگلاره روښانه کوي چې:
افغانستان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په بدل کې تمه لري چې نور هېوادونه دې هم د افغانستان په داخلي چارو کې له مداخلې ډډه وکړي.
په بل عبارت، کابل هڅه کوي دا پیغام ورسوي چې: «نه موږ د چا په چارو کې لاسوهنه کوو او نه د بل چا لاسوهنه منو؛ خو که هر ډول مداخله وشي، د مناسب غبرگون حق به له ځان سره خوندي ساتو.»
په همدې چوکاټ کې د کابل د مخالفینو په اړه د مسکو او تهران دریځونه او چلند د پام وړ ښکاري.
روسیه د اوکراین په اوږدمهاله او ستړې کوونکې جگړه کې ښکېله ده، او ایران هم له اسرائیل او متحده ایالاتو سره د سیاسي، اقتصادي او پوځي ترینگلتیاوو په ډگر کې ولاړ دی؛ داسې وضعیت چې په غیرمستقیم ډول یې له ناټو سره هم د تقابل فضا رامنځته کړې ده.
په داسې شرایطو کې، په روسیه او ایران کې د کابل د مخالفینو د فعالیتونو محدودېدل او یا د هغوی د ملاتړ کمېدل د سیاسي ډاډ ورکونې، د گډو گټو د نږدې کېدو او د افغانستان اوسني حکومت ته د یوه ډول «شین څراغ» په توگه تعبیرېدای شي.
د دغو تحولاتو ټولیزه څېړنه زما پهاند ښيي چې د احتیاط، زغم او مدارا هغه پالیسي چې کابل یې په وروستیو کلونو کې تعقیبوي، تر یوه بریده د پایلو ورکولو په حال کې ده.
که څه هم د وروستۍ ارزونې لپاره لا وخت شته، خو داسې نښې نښانې لیدل کېږي چې د افغانستان د امنیتي سیاستونو په اړه د سیمې د هېوادونو د منلو کچه لوړېږي او د ځینو سیمهییزو لوبغاړو اندېښنې په تدریجي ډول راکمیږي.