Homeخبرونهټرمپ: ښايي له افغانستانه پاتې امریکايي پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو

ټرمپ: ښايي له افغانستانه پاتې امریکايي پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړو

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي هغه پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال هلته پاتې شوي وو.

ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په فرانسه کې د جي-۷ هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې خبریالانو ته وکړې. هغه له ایران سره د احتمالي هوکړې او د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د پوښتنو پر مهال وویل چې که ایران د وړاندیز شوي محدودیتونه رعایت نه کړي، نو امریکا به بیا پر ایران بریدونه وکړي.

هغه وروسته د پخواني ولسمشر جو بایډن د بهرنۍ تګلارې پر انتقاد تمرکز وکړ او ویې ویل چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال لسګونه پوځي الوتکې، زرګونه ځمکني وسایط او تر ۳۰۰ زره هډېرې وسلې پاتې شوې.

ټرمپ وویل: «موږ هم غوښتل له افغانستانه ووځو، خو په عزت او وقار سره. موږ غوښتل سل سلنه تجهیزات وباسو، آن خیمې مو هم راټولولې. خو کله چې بایډن راغی، هر څه یې پرېښودل. ښايي اوس هغه تجهیزات بېرته ترلاسه کړو. که څه هم اوس یو څه زاړه شوي، خو بیا هم امکان لري چې بېرته یې راوړو.»

د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال د جون د ارزونې له مخې، وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونه ووتل او طالبان پر افغانستان واکمن شول د شاوخوا ۷.۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته ورغلي وو.

د بایډن ادارې هغه مهال استدلال کاوه چې دغه تجهیزات د امریکا له ملاتړه برخمن افغان حکومت ته سپارل شوي وو، خو وروسته هغه حکومت سقوط وکړ او طالبان پرې واکمن شول.

بایډن د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه ویلي و چې تمه یې درلوده د امریکا له خوا روزل شوي او سمبال شوي افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، خو دا اټکل سم ثابت نه شو. هغه ویلي و چې د افغان حکومت د دوام په اړه شوی اټکل ناسم وخوت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...