Homeخبرونهاروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر...

اروپايي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې، چې په جنیوا کې جوړه شوې وه، یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د اروپايي ټولنې استازو ویلي چې یو ټول‌شموله سیاسي چوکاټ کولی شي افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات پر لور رهبري کړي. دې ټولنې همداراز غوښتنه کړې چې بشري مرستو ته دې په ټول افغانستان کې له خنډ پرته خلکو ته ورسول شي او ښځو ته دې د بشري مرستو په رسولو کې د ګډون زمینه برابره شي.

نړیوالو په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه هېره کړې وه او یوازې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار غوښتنه کوله خو داسي ښکاري چې د طالبانو د مشر له لوري یو په بل پسې افراطي اقداماتو د نړیوالې ټولنې غوښتنې بیا سختې کړي دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د ټول‌شموله حکومت موضوع تل د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او د بهرنیو هېوادونو څرګندونې یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې ده.

سره له دې، د ټول‌شموله حکومت غوښتنه په تېرو څلورو کلونو کې نه یوازې د لوېدیځو هېوادونو، بلکې د سیمې د هېوادونو له لوري هم په وار وار مطرح شوې وه.

حتي هغو هیوادونو یې هم یادونه کړې چې طالبانو ته نسبتاً نژدې دي. د شانګهای د همکاري سازمان غړو هېوادونو هم د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲مه، په چین کې د خپلې سرمشریزې د پای په ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی و چې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت جوړېدل د دوامدارې سولې او ثبات یوازینۍ لار ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

نه هېرېدونکې خاطره| انجنیر زلمی نصرت

دنمارک کله چې د ژوند د تېرې لارې دوړې یو څه کېني او انسان د خاطرو په هنداره کې خپل د ځوانۍ د کلونو انځورونه...