تاند (چهارشنبه د غبرګولي/ جوزا ۲۶مه) د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه هم د هند ملي لوبډلې وګټله.
د دې لوبه پچه افغانستان وګټله او لومړی یې هند د توپ وهنې بلنه ورکړه.
هند د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان ملي لوبډلې د ۴۰۳ منډو هدف ورکړ. هند لپاره شبمن ګیل او اشان کېشن سلیزې جوړې کړې.
ګیل په ۱۵۴ منډو اوټ شو او اېشان کېشن په ۱۲۵ منډو اوټ شو.
افغانستان لپاره بیا راشدخان د هند ۳ او خروټي د هند ۴ لوبغاړي اوټ کړل.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په توپوهنه کې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله یې په ۴۵م اوور کې د ۲۳۲ منډو په جوړولو له لاسه ورکړه.
تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې رحمت شاه وکړې. دغه راز رحمان الله ګربز ۴۱ او صدیق اتل بیا ۴۲ منډې د هند خلاف وکړې.
هند کرکټ ملي لوبډلې په دې بریا سره روانه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.
تر دې وړاندې د افغانستان الف لوبډلې د هند پر الف لوبډلې لوبه وبایلله.
دغه لوبه د درې اړخیزې لوبلړۍ برخه وه چې، افغان الف لوبډلې پکې ماته وخوړه. هند الف لوبډلې افغان ابدالیانو ته د ۳۲۰ منډو هدف ټاکلی وو چې، افغان الف لوبډلې پوره نشو کړای او د ۱۰۱ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
افغان ابدالیانو د هند الف پر وړاندې یوازې ۲۱۸ منډې وکړې او ۳۶ اوورونه یې ولوبول.
توپوهنه کې بهیرشاه محبوب ۵۷ او فیصل شینوزاده تر نورو ډېر ۴۶ منډې وکړې.توپ اچوونه کې فریدون، عبدالله او فرمان الله صافي هر یوه د هند ۲ ـ ۲ لوبغاړي اوټ کړل.