دنمارک
کله چې د ژوند د تېرې لارې دوړې یو څه کېني او انسان د خاطرو په هنداره کې خپل د ځوانۍ د کلونو انځورونه ویني، ځینې صحنې داسې راژوندۍ شي، چې نه یې وخت زړوي او نه یې حافظه له زړه باسي.
زما لپاره هم د هغو کلونو ځینې خاطرې همداسې دي؛ چې لا هم یاد یې د زړه په تل کې درد راپاروي.
د شپېتمې لسیزې کلونه وو. زه تازه د کابل له پولیتخنیک څخه فارغ شوی وم او له یو شمېر ځوانانو سره مې په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه اخیسته.
افغانستان هغه مهال د بېلابېلو سیاسي افکارو او ایډیالوژیو د سیالۍ او تقابل په ډگر بدل شوی و. د کیڼ او ښي خوځښتونو، او د شرقي او غربي دیموکراسۍ د پلویانو ترمنځ سیاسي سیالۍ د مخفي او تروریستي فعالیتونو د اجرا تر سطې پورې، ورځ تر بلې تودېدې.
له همدې امله هېواد د بېثباتۍ، ناامنۍ او اندېښنو له فضا سره مخ و، او خلک، په ځانگړي ډول هغه کورنۍ چې ماشومان یې ښوونځیو ته تلل، هره ورځ له وېرې او تشویش سره ژوند کاوه.
په فاضلبیک، نیازبیک او قلعهشاده سیمو کې د نجونو د ښوونځیو وضعیت په ځانگړې توگه د اندېښنې وړ و.
زدهکوونکې نجونې به هر سهار د کرنیزو ځمکو او د خټو د اوږدو دیوالونو ترمنځ له تنگو لارو ښوونځیو ته تللې.
هماغه لارې چې باید د علم او روښانتیا پر لور د تگ لارې وای، ځینو کسانو هڅه کوله د وېرې او وحشت په دهلېزونو یې بدلې کړي.
موخه یې دا وه چې نجونې له زدهکړو راوگرځوي او د تعلیم دروازې پرې وتړي.
د دغو گواښونو د مخنیوي لپاره د پنځمې ناحیې امنیتي ځواکونو او د پولیتخنیک یو شمېر محصلین د سیمې د امنیت په ټینگښت کې ونډهوال شول.
د همدغو هڅو په پایله کې یو شمېر کسان ونیول شول او د پلټنو لپاره امنیتي ارگانونو ته وسپارل شول.
وروسته به ویل کېدل چې له ماویستي ډلو سره یې اړیکې لرلې او دا د هغوی کار دی.
خو د ناامنۍ او تاوتریخوالي لړۍ همدلته ونه درېده.
د هغو کلونو یوه بله دردونکې پېښه د قلعهشاده د ښوونځي د اوبو د زېرمو ککړول وو. د دې ناوړه عمل له امله گڼ شمېر وړې نجونې، چې عمرونه یې د شپږو او دیارلسو کلونو ترمنځ وو، مسمومې شوې. زه لا هم د هغو ماشومانو د بېوسۍ او د درد صحنې په یاد لرم.
د هغوی ژړا، وارخطایي او بېقراري اومعصومانه کتا داسې انځور دی چې د وخت په تېرېدو سره هم له ذهنه نه پاکېږي.
خو تر ټولو دردوونکې خاطره لا هم زما د ذهن په یوه تیاره گوښه کې ژوندۍ ده.
د ۱۳۶۱ کال د یوې تورې شپې په اوږدو کې ناپېژاندو کسانو د فاضلبیک ښوونځی اور ته وسپاره.
د اور لمبو یوازې دیوالونه او چتونه ونه سوځول؛ له هغو لمبو سره د سیمې د سلگونو ماشومانو هیلې، ارمانونه او د راتلونکي خوبونه هم خاورې شول.
تر دې هم دردناک دا و چې د ښوونځي ساتونکي، چې د مسوولیت او وجدان له مخې یې د دې علمي مرکز ساتنه کوله، په همدې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغوی یوازې ځکه ووژل شول چې د پوهې د کور ساتنه یې کوله.
د هغوی قرباني د هغو بېنومه اتلانو له قربانیو څخه دي، چې نومونه یې لږ یادېږي، خو خدمتونه یې هېڅکله نه هېرېږي.
نن چې له هغو ورځو څو لسیزې تېرې شوې دي، بیا هم کله ناکله د ذهن پرده شاته کېږي او د هماغو کلونو انځورونه یو په بل پسې راڅرگندیږي.
زړه مې درنېږي او له ځانه پوښتم چې زموږ ولس ولې او څنگه دومره ډېر کړاوونه وزغمل؟ ولې د علم، ښوونځي او روښانتیا پر وړاندې دومره کرکه وزېږېده؟
د دغو خاطرو بیانول یوازې د تېر وخت کیسې نه دي. دا د هغه اوږده او دردناک بهیر یادونه ده چې د نجونو پر وړاندې د گواښونو، تېزابپاشۍ او مسمومولو له پېښو پیل شو او ورو ورو یې لمنه پراخه شوه. وروسته دغه اور د کابل د نجونو لېسو، لکه ملالۍ او زرغونې، تر دروازو ورسېد او بیا د هېواد نورو سیمو ته هم وغزیده.
له هغې وروسته د ښوونځیو، کتابونو او آن د ښوونکو د سوځولو او په نښه کولو لړۍ پیل شو.
د ناهید او فرخندې غوندې زړهبوږنوونکې تراژېدۍ هم د هماغه اوږده او تریخ بهیر یوه کوچنی بله بیلگه ده؛ داسې بیلگه چې د تاوتریخوالي، افراطیت او ناپوهۍ له زنځیر سره نښتې ده.
کلونه تېر شول، خو د ښځو پر وړاندې بېعدالتي او ناوړه چلند په بېلابېلو بڼو دوام وموند. ښځې کله د تعصب قرباني شوې، کله د سیاسي سیالیو وسیله گرځول شوې او کله هم د تبلیغاتو او واکغوښتنې لپاره کارول شوې.
د هغوی نوم او مقام تل د شعارونو برخه ده. خو د ژوند د اصلي ستونزو د حل لپاره یې عملي گامونه کم پورته کیږي.
له بلې خوا، د سر په سترگو مو ولیدل چې، په جمهوریت کې اقتصادي ستونزو او ټولنیزو ناخوالو گڼ شمېر ښځې له سختو شرایطو سره مخ کړې ، آن دې ته اړې شوې چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو اودکار د پیداکولو لپاره له ناوړو شرایطو سره مخ شي. په همدې فضا کې د ښځو په ټولنه کې د ښځو د استثمار او ناوړه گټې اخیستنې سیاسي، اقتصادي مافیایې شبکې هم رامنځته شوې او د ښځو له ستونزو څخه د ښځو د حقوقو تر شعار لاندې یې د خپلو موخو لپاره استفادې وکړې او ډیرې پاکې ښځې د همدې ښځینه مافیایې شیطاني کړیو د هوس، ثروت،قدرت او شهرت لپاره قرباني، تحقیر او بې عزته شول او نن هم همدوي غواړي د ښځو پر وړاندې نوې لوبې د بهرنیو استخباراتي کړیو په ملاتړ مخ ته یوسي.
همدارنگه نن په هیواد او بهر کې د ښځو د پېرودلو، قاچاق، خرڅلاو او په نشه يي توکو د هغوی د روږدي کولو چارې د سیاسي او اقتصادي ښځینه او نارینه مافیا د فعالیتونو یوه مهمه برخه گرځیدلې ده.
نن چې د دغو پېښو پاڼې اړوم، موخه مې یوازې د تېر وخت یادول نه دي. غواړو راتلونکي نسلونه وپوهېږي چې تاوتریخوالی، افراطیت، وارداتي نظامونه ایدیالوژیگانې او اشغال او د نجونو له زدهکړو سره دښمني څومره درنې او نه جبرانېدونکې پایلې لري.