نن مي په آریانا افغانستان ویبسایټ کي د محترم داکتر صاحب عثمان ترهکي یو لنډ مضمون ولوست چي پر افغانستان باندي د پاکستان هوايی حملې یې غندلي وې. ښاغلي ډاکټر تره کي د افغانستان پر هوايي حریم باندي د پاکستان حملې د هغه هیواد د پوځ اخلاقي سقوط بللی وو او ګیله یې کړې ده چي هغه هیواد د افغانستان پر ملګي تاسیساتو او پوهنتونونو باندي حمله کوې او د دې کار علت یې د طالبانو د رژیم پوځي کمزوتیا بللې ده. محترم ترهکی صاحب طالبانو ته توصیه کوي چي ځانونه له بین المللی انزوا څخه وباسي او خپل دفاعي توان تقویه کړي او بیا نو خپل زور په حق تبدیل کړي.
محترم ترهکي صاحب ته باید ووایم چي موږ هیڅ وخت نه دي ویلي چي طالبان دي له پاکستان څخه پوځي انتقام واخلي او مخامخ دي جګړې ته ورسره ودریږي. افغانستان، په تېره د طالبانو حکومت، په هیڅ توګه دا توان نه لری چي د پاکستان سره مخامخ جګړی ته ودریږي. موږ وایو چي طالبان دي، لږترلږه، د اعتراض ږغ پورته کړي، په راډیو او تلوېزیون کي پر نړۍ باندي ږغ وکړي او که دا نه کوي یا یې نه سي کولای نو د پاکستان یرغلګر پوځ اوحکومت ته خو دي ورور نه وايي.
د ښاغلي ترهکي صاحب د مضمون هدف تر ډېره ځایه دا دی چي که افغانستان نظامي قوت درلودلای نو په هغه صورت کي به پاکستان پر افغانستان باندي د حملو کولو جرأت نه سو کولای.
زه له تره کي صاحب څخه پوښتنه کوم چي افغانستان په کوم وخت کي له پاکستان سره پوځي سیالي کولای سوای؟ افغانستان هیڅ وخت د پاکستان په پنځمه او حتی لسمه برخه پوځي قوت نه وو درلودلی. پاکستان د خپل برتر پوځي طاقت تر څنګ د سینټو او سیټو غړی هم وو او غربي نړۍ هم حساب ورباندي کاوه.
مګر دا خو زموږ او ستاسي د زمانې خبري دي. د اعلیحضرت محمدظاهرشاه په زمانه کي او یا د شهید داوود خان په زمانه کي د افغانستان پوځي طاقت له پاکستان سره برابر وو؟ تاسي ته یو وخت په یادیږي چي پاکستان د افغانستان پر حریم باندي یا ځکمنی او یا هوايی تېری کړی وي؟
افغانستان، له خپلي ټولي پوځي او اقتصادي کمزوری سره، د پاکستان په مقابل کي دفاعي موقف نه بلکه هر وخت تعرضي موقف درلودی. د پښتونستان لپاره یې راډیویی پروګرام درلود. د پښتو نستان جشن یې لمانځه او د پښتونستان بیرغ یې پورته کاوه. په کابل کي یې د پښتونستان په نوم واټ درلود. د شمالي آزاد پښتونستان او د جنوبي محکوم پښتونستان سیاسي مشران به یې هر وخت پر سترخوان ناست ول. له خان عبدالغفار خان څخه نیولې تر خان عبدالصمدخان، ولي خان، محمودخان، اجمل خټک او . . . پوري ټولو سیاسي مشرانو په کابل کي سیاسي تبلیغات کول او د قبایلو په مستقل ریاست کي یې یوه لویه مهمانخانه هم ورته جوړه کړې وه.
د بلوچستان آزادي غوښتونکي، غوث بیزنجو، شیرمحمد مری، خیربخش مری، عطاالله خان منګل نه یوازي کابل ته راتلل او سیاسي مېلمانه به ول بلکه هم یې منظمي تنخواوي اخیستلې او هم به یې لا سپکي وسلې ورسره وړلی.
په کابل کي، د پښتونستاني ماشومانو او ځوانانو لپاره د خوشحال خان خټک په نوم مکتب، لېسه او لیلیه فعاله وه او هر کال له دغي لېسې څخه جرمني ته د عالي تحصیلاتو لپاره لایق زده کوونکي لېږل کېدل.
ستاسي په یادیږي چي کوم افغان دي د پاکستان په خاوره کي د افغانستان پر ضد نظامي یا سیاسي مرکز جوړ کړی وي؟ (د مرحوم عبدالحي حبیبي قضیه استثنا ده)
علت څشي وو؟ یوازینی علت یې دا وو چي افغانستان یو مشروع او با حیثیته قانوني دولت درلود. د هیواد هروګړی، نر او ښځه له خپلي خاوري څخه دفاع ته حاضر وه او د پاکستان پلار پر افغانستان باندي د پوځي تېري زړه نه سوکولای.
تر څو چي د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کي د افغانستان د دولت قانوني شېرازه ونړېده. پاکستان د افغانستان د دولت په مقابل کي سیاسي مخالفین نه بلکه، د مجاهدینو او په وروسته کي د طالبانو په نوم، خپل غلامان وروزل او نن په هیواد کي د پاکستان د غلامانو حکومت دوام لري. که دا غلامان حتی اټومي قدرت هم ولري هم به د خپل پنجابي بادار په خدمت کي وي.
طالبانو ته توصیې مه کوی. طالبان په هرڅه پوهیږي. هرڅه په شعوري ډول کوي. خپل ولس او خپلو منورینو ته خواست وکړی او د پنجاب له غلامانو څخه د نجات لوری ورته پیدا کړی. بیا نو زه تضمین کوم چي هیڅ قدرت به پر افغانستان د تېري جرأت ونه کړي.