Homeخبرونهد بریتانیا استازي د افغانستان له سفره وروسته وویل، افغانستان د ښځو...

د بریتانیا استازي د افغانستان له سفره وروسته وویل، افغانستان د ښځو له حقونو پرته سوکاله کېدای نه شي

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۱۱ مه) د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د کابل له سفر وروسته ویلي، تر څو چې ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند څخه منع وي، افغانستان سوکالۍ او ثبات ته رسېدای نه شي.

لېنډسي دا څرګندونې د طالبانو له چارواکو او د مدني ټولنې له استازو سره تر لیدنو وروسته کړې دي. د بریتانیا د حکومت د خبرپاڼې له مخې، هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو او د بشري مرستو ته د خلکو د لاسرسي د ښه کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د راپور له مخې، لېنډسي د طالبانو د صدراعظم دفتر، د اقتصادي چارو مرستیال، د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره ولیدل او همداراز یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه لیدنه وکړه.

هغه ټینګار وکړ چې له پاکستان سره باید تاوتریخوالی راکم او خبرې اترې بېرته پیل شي، ځکه پوځي حل‌لاره دوامداره نه ده. نوموړي خبرداری ورکړ چې د سرحدي لارو محدودیتونه د بشري مرستو د رسولو بهیر ګډوډوي او ښايي تر یو میلیون زیاتې ښځې او ماشومان له مهمو خوړو او روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي.

لېنډسي یو ځل بیا وویل چې د بشري حقونو په برخه کې پرمختګ، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، او ټولشموله حکومت له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو اساسي شرطونه دي. هغه همداراز د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې بهیرونو له لارې پر تعامل ټینګار وکړ او د بشري حقونو، حکومتولۍ او د ترهګرۍ ضد برخو کې یې د عملي ګامونو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل دا سفر د دې لپاره مهم و چې له افغان چارواکو سره په مستقیم ډول پر هغو موضوعاتو خبرې وکړي چې د بریتانیا، نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو لپاره مهمې دي. هغه زیاته کړه چې د تاوتریخوالي د کمېدو ترڅنګ یې د هر ډول ملکي تلفاتو په اړه خپله خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

د راپور له مخې، بریتانیا لا هم د افغانستان له لویو مرسته‌کوونکو هېوادونو څخه ده او د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کلونو لپاره یې شاوخوا ۱۵۱ میلیونه پونډه (نژدې ۱۹۰ میلیون ډالر) بشري مرسته ځانګړې کړې ده.

لېنډسي ویلي چې د نړیوالو مرستو دوام له هغو شرایطو سره تړلی دی چې ښځې وکولای شي کار وکړي، ماشومان زده‌کړو ته لاسرسی ولري او مرستې په خوندي ډول ورسېږي.

دا سفر په داسې حال کې شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ روان دی او بشري بحران ژور شوی، چې میلیونونه افغانان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

پاپلۍ راواخله لومړی ټوک د غويي دوه انځورونه درانه درانه غږونه غنم تک شنه ولاړ وو، د کور ترڅنګ د کاکا لطیف او پهلوان باغچه کې د الوبالو...