Homeخبرونهپه کوټه کې پر استوګنو سیمو د بي ایم ۱۲ توغندو برید...

په کوټه کې پر استوګنو سیمو د بي ایم ۱۲ توغندو برید وشو

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۱۰ مه) د چهارشنبې په شپه د کوټې پر ګڼ مېشتو سیمو لږ تر لږه څلور توغندي ویشتل شوي، چې له امله یې د اوسېدونکو په منځ کې ویره خپره شوې او څو کورونو ته زیان اوښتی دی. په پېښه کې د مرګ ژوبلو راپور نه دی ورکړل شوی.

پولیسو ویلي چې دا توغندي د «بي‌اېم-۱۲» ډول وو او له نامعلوم لوري توغول شوي دي.

دا ډول وسلې د بلوچستان د بغاوت د لومړیو کلونو پر مهال کارېدلې، خو په وروستیو کلونو کې ډېر کم لیدل شوي چې له دې ډول وسلې څخه دې هلته کار اخیستل شوی وي.

چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، او تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د بلوچستان ایالت اکثره سیمې ناکراره دي او په دې ایالت کې بلوچ بېلتون غوښتونکي ډېر فعال دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...