Homeخبرونهچیني شرکتونو د چټک ځغاستونکی انسان‌وزمه روباټ جوړولو ادعا وکړه

چیني شرکتونو د چټک ځغاستونکی انسان‌وزمه روباټ جوړولو ادعا وکړه

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۷ مه) د چین ځینو شرکتونو ادعا کړې چې داسې انسان‌وزمه روباټ یې جوړ کړی چې په یوه ثانیه کې ۱۰ متره منډه وهي، یعنې یو کیلومتر واټن په شاوخوا ۱۰۰ ثانیو کې.

د راپورونو له مخې، دوو چیني شرکتونو ویلي چې د دوی جوړ شوی روباټ یوسېن بولټ د ۱۰۰ مترو د منډې اوسط وخت شاوخوا ۱۰.۴۴ ثانیې بلل کېږي.

شرکتونو د خپلو دوه پښو لرونکو روباټونو یوه ویډیو هم خپره کړې، چې پکې دا روباټ په چټکۍ منډه وهي. د ویډیو په تشریح کې لیکل شوي چې دا روباټ په یوه ثانیه کې ۱۰ متره واټن وهي، او دا پرمختګ د ټکنالوژۍ په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ

په وروستیو کلونو کې د روبوټانو په سرعت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، او بېلابېل شرکتونه هڅه کوي چې په دې برخه کې یو له بل مخکې شي.

کارپوهان وايي چې د مصنوعي ځیرکتیا او روباټیک ټکنالوژۍ چټک پرمختګ دا ښيي چې دا سیستمونه ورو ورو د انسان له فزیکي وړتیاوو سره سیالي ته نژدې کېږي، او کېدای شي په راتلونکې کې انسان ته لا نورې ننګونې هم رامنځته کړي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...