Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار...

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د واکسیناسیون پر اهمیت ټینګار وکړ

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۷مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د واکسین د نړیوالې اوونۍ په لړ کې د افغانستان له خلکو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه چې د واکسین د پوښښ ټیټه کچه د جدي روغتیايي خطرونو سبب شوې ده.

دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې ډېر ماشومان له هغو ضروري او منظمو واکسینونو څخه بې‌برخې پاتې شوي چې کولی شي د هغوی ژوند وژغوري.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل پیغام کې ویلي چې کورنۍ دې نژدې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه وکړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې په بشپړ ډول خوندي شوي دي.

دا اداره زیاتوي چې د واکسین د پوښښ تشې لا هم یوه جدي اندېښنه ده او زرګونه ماشومان د هغو ناروغیو له خطر سره مخامخ دي چې که پر وخت واکسین شي نو مخنیوی یې ممکن دی.

د واکسین نړیواله اوونۍ هر کال د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې لمانځل کېږي، او هدف یې د بېلابېلو عمرونو ترمنځ د واکسین کارونې ته وده ورکول او د ناروغیو د مخنیوي په اړه د خلکو پوهاوی زیاتول دي.

افغانستان لا هم جدي روغتیايي ستونزې لري، لکه د روغتیايي خدماتو محدود لاسرسی، کمزوری بنسټیز جوړښت، او د بودیجې کمښت چې د منظم واکسین پروګرامونه یې، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې، اغېزمن کړي دي.

روغتیايي ادارې خبرداری ورکوي چې د جګړو، بې‌ځایه کېدو او اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوي ګډوډیو د واکسین کچه راکمه کړې او د ماشومانو ترمنځ د ناروغیو د خپرېدو خطر یې زیات کړی دی.

افغانستان او پاکستان لا هم یوازیني دوه هېوادونه دي چې د ګوزڼ (پولیو) ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی وړل شوی، نو ځکه د واکسین هڅې په دواړو هېوادونو کې ځانګړی اهمیت لري.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او د واکسین د پوښښ تشې د پولیو د له منځه وړلو هڅې لا هم له ننګونو سره مخامخ کوي، چې د دې لپاره دوامداره سیمه‌ییزه همکاري او د عامې روغتیا پانګونه اړینه بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...