Home+په ژوند کې د احساساتو د کنټرول یا مدیریت ګټې

په ژوند کې د احساساتو د کنټرول یا مدیریت ګټې

حمیدالله فیضي
د احساساتو کنټرولول تر ټولو مهم مهارت دی، او هر هغه څوک چې دا وړتیا پیدا کړي د ژوند په اړه ښې پریکړې ترسره کوي، کامیابي ترلاسه کوي، خوندي ژوند لري، پراخې اړیکې جوړوي او په ژوند کې به تل خوشحاله وي.
په ارامه ژوند کول او د خپلو احساساتو درک او کنټرول، وروسته له فکر کولو عمل کول او په هوښیارۍ او له پوهاوي وروسته غبرګون ښودل دا ټول هغه څه دي چې ستاسو ژوند ته خواږه راولي او په مقابل کې غوسه کیدل، په هرڅه باندې احساساتي کیدل، منفې انګیرنې او اندونه ژور خفګان له منځه وړي.
ژوره ساه اخیستل، صبر کول د هر عمل پر وړاندې په خپل عمل یا غبرګون بیا بیا فکر کول له پیغام یا ځواب مخکې دهغه تحلیل او ارزونه، مثبت فکر کول، کولای شي حالت کنټرول کړي او تاسو په ټولنه کې محبوبیت لاهم ډیر کړي او له خوشحاله ژوند څخه برخمن شئ.
دا ډیر مهم دي چې د هرې پیښې یا عمل پروړاندې خپل احساسات درک کړو، ځان پرې پوه کړو، آن اغیزه یې وڅیړو او بیا که غبرګون هم ښکاره کوو باید مؤدبانه وي، ځکه منفي فکر کول ستونزې لا غټوي او په ژوند کې مو له بېلا بیلو ستونزو سره لاس او ګریوان کوي.
موږ هره ورځ په ټولنه او خپل چاپېريال کې له ډېرو خلکو سره اړيکې لرو. ځينې داسې کسان شته چې خپل احساسات نه شي کنټرولولی، يعنې په کوچنيو خبرو لوی جنجالونه جوړوي، په احساساتو فيصله کوي، او د غوسې پر وخت بې‌فکره پرېکړې نيسي. د دې کسانوژوند له بېلا بېلو ستونزو سره لاس او ګریوان وي او هیڅوک نه غواړي چې د دوی ترڅنګ وي اړیکې خورا محدودې وي او تل خلک هڅه کوي چې له څنګ څخه یې واټن واخلي. دا په خپله د دې بیلګه ده چې دا سړی ورځ تربلې د ستونزو پر وړاندې یوازې کیږي او نشي کولای د بریالیتوب پر لور ودرومي.
احساساتي او له غصې ډک غبرګونه کله نا کله د کورنیو د غړو ترمنځ د واټنونو، لویو خفګانونو، دښمنیو، تاوتريخوالو، د نفسونو د وژنې، دنه جبرانیدونکو پیښو، د انسانانو د له منځه تلو لامل ګرځی چې وروسته له هغه بیا پښیماني او صبر هیڅ ګټه نه کوي.
په دې ټولنیزې او انساني مهمې موضوع د دې لپاره تم شووم چې په ژوند کې د احساساتو او غوسې د کنټرول لپاره د خلکو پوهای زیات شي او ژوند په ارامۍ مخ ته ولاړ شي او په ټولنه کې د تاوتریخوالي او جنجالونو مخه ونیول شي.
د احساساتو اداره يا د عواطفو کنټرول هغه مهارت دی چې انسانان زده کړه ترلاسه کوي څو څڼګه خپل احساسات وپيژنې، درک یې کړي، کنټرول یې کړي او په سمه توګه یې وکاروي.
که څوک درباندې غوسه شي او لفظي ګذارونه وکړي او تاسو له فکر کولو وروسته په رامۍ ځواب ورکړئ او له ځان سره د هغه د غوسې لامل باندې فکر وکړئ او وکولای شئ هغه آرامې ته را وبولۍ، نو په دې معنې چې تاسو خپل احساسات ډير ښه کنټرول کړل او د راتلونکي تاوتریخوالي او ستونزو مخه مو ‌ډب کړه.
که ته خپه یې او یو یا هم یو عمل ستا د خفګان لامل شوی او دا خفګان له نورو سره په چلند او خبرو کې ن ښکاره کوې او کوښښ کوې چې له هغوی سره ستا چار او چلند ارامه وي څرګنده خبره ده چې تا خپل احساسات کنټرول کړې دي.

 

که د کار په ټيم کې د خلکو احساسات درک کړې او ورسره په همدردۍ چلند وکړې، دا هم د احساساتو کنټرول او مدیریت بلل کېږي.
که چیرته د احساساتو د کنټرول په مراحلو خبرې وکړو نو په لاندې توګه وړاندې کېږي:
• د پوهې ترلاسه کول یا معلوماتو ترلاسه کول، د نورو د احساساتو درک، یعنې په ځانګړي توګه ځان پوهیدنه یا ځان پوه کول ستاستو احساسات کنټرول بلل کېږي؛
• د مشکل پیژندنه یا درک، یعنې باید هڅه وشي چې د ستونزې ریښه، بنیاد یا بنسټ پیدا شي، مثبت فکر وکړئ او هره پیښه منفي نه ده؛
• د یوه عمل پروړاندې مخکې له دې چې غبرګون ښکاره کړئ، ژوره ساه واخلئ، تم شئ او فکر وکړئ چې له دې پیښې څخه څومره اغیزمن یاست؛
• لومړی د موضوع په اړوند د یا د غبرګون په اړه خپل فکر جوړ کړئ چې دا موضوع څومره بنیادي او دوامداره ده، حقیقت ته نږدې ده یا یوازې د ذهن یوه ویره ده، همدا لحظه فکر کول د احساساتو کنټرول دی.
• حدود وټاکئ یعنې هر هغه احساس باید ستاسو احساسات زیانمن نه کړي او لومړی سر کې تحلیل وکړئ چې د دې اغیز څومره دی او آیا په غبرګون ارزی که څنګه؛؟
• خپل روح او ارام ګنټرول کړئ او کوښښ مه کوئ چې ځان ثابت کړئ چې تاسو په حقه یاست یعنې ستاسو فکر کول او له موضوع ستاسو درک کولای شي لاره هواره کړي چې غبرګون په ارامه ښکاره کړئ؛
• هرڅه ځان پورې مه تړئ، هرڅه داسې مه ګڼۍ چې تاسو پورې تړاو درلود او یا هم تاسو ته وویل شول او د ارامې ژبې کارول د احساساتو په کنټرول خورا مثبته اغیزه کوي؛
په همدې حال کې د اسلام مبارک دين تل مسلمانانو ته د چارو په تر سره کولو کې پر صبر او حوصلې کولو امر کړی دی چې په اړه يې ګڼ شمیر آیتونه راغلي دی. همدا راز نبي کریم (ص) هم مسلمانانو او غیر مسلمانانو سره په تعاملاتو کې له صبر او زغم څخه کار اخيستی دی او هم يې د مشقت او تکلیف پر مهال صبر او حوصله کړې ده.
الله تعالی په خپل کلام کې مؤمنانو ته په صبر او حوصلې امر کړی دی. (یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُواْ اسْتَعِینُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِینَ). ژباړه: ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی په صبر او لمانځه سره مدد وغواړئ او بې شکه چې الله تعالی د صبر کوونکو ملګری دی.
په اسلامي شریعت کې هم صبر او زغم ځانګړی ځای لري، نو د اسلام د مبارک دین پر ټولو پیروانو او پر مونږ افغانانو هم واجب ده چې په خپلو اداري چارو او تعاملاتو کې له پوره حوصلې او زغم څخه کار واخلو، څو په ژوند کې په ارامه توګه خپلو اهدافو ته ورسیږو.
په پايله کې ويلی شو څوک چې د احساساتو کنټرول مهارت ولري، کولای شي د ژوند له ستونزو سره په ارامۍ مقابله وکړي، له نورو سره ښې اړیکې ولري، او په شخصي او مسلکي ژوند کې بريالیتوب ته ورسیږي او هر کله چې مونږ دې مرحلې ته ورسیدو په دې پوه شئ چې ورځې تر بلې غښتلي کېږو، ژوند کې سکون رامنځته کېږي، د سړې سینې یا پرته له فزیکي برخورد څخه د ذهني مبارزې زده کړه ترلاسه کوو، خوشحالي تجربه کوو، له ستونزو او مشکلاتو څخه واټن اخلو، واقعي دنیا تجربه کوو، ژوند کې خوند پیدا کېږي او په ژوند کې پرته له ستونزو او مشکلاتو خپلو اهدافو ته رسیږو.

http://healthline.com/health/how-to-control-your-emotions
https://www.mentalhealth.org.uk/explore-mental-health/articles/how-understand-and-manage-your-emotions-9-top-tips
https://www.bbc.com/future/article/20250226-the-expert-guide-to-taking-control-of-your-emotions

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...