تاند (یکشنبه، د غويي/ ثور ۶ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ماښام ویلي چې وروسته له دې چې ده پاکستان ته د خپلو استازو سفر له لغوه کړ، د ایران له لوري امریکا ته «یو ښه وړاندیز» رسېدلی، خو دا یې «کافي» نه دی بللی.
ټرمپ د ولسمشرۍ ځانګړې الوتکې ته تر ختلو مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «هغوی موږ ته یو سند راولېږه چې باید تر دې ښه وای، خو جالبه دا ده چې کله مې هغه رد کړ، لس دقیقې وروسته یو بل سند راورسېد چې ډېر ښه و.»
هغه د خپلو استازو—سټیو ویتکاف او جرد کوشنر—د پاکستان د سفر د لغوه کېدو یادونه کوله، چې څو ساعته مخکې یې اعلان کړی و.
د خبرو دوام د ټیلیفون له لارې
ټرمپ د نوي وړاندیز د جزییاتو په اړه وویل: «هغوی ډېر څه وړاندیز کړي، خو بسنه نه کوي.»
هغه د ویتکاف او کوشنر د سفر د لغوه کولو له پرېکړې دفاع وکړه او زیاته یې کړه چې خبرې به له دې وروسته د ټیلیفون له لارې پر مخ یووړل شي.
ټرمپ وویل: «موږ نه غواړو هر ځل ۱۵ ساعته په الوتکه کې وخت تېر کړو او یوازې د داسې سند لپاره تګ راتګ وکړو چې بسنه نه کوي. موږ به له ټیلیفون څخه کار اخلو، او هغوی هر وخت کولای شي له موږ سره اړیکه ونیسي.»
د ایران دریځ
له دې څرګندونو لږ وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، چې اسلاماباد ته تللی، وویل چې د اسلامي جمهوریت دریځ د «عملي او د تطبیق وړ چوکاټ» په اړه پاکستاني چارواکو ته وړاندې شوی دی.