تاند (شنبه د غویي/ثور ۵مه) افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه افغانان چې په قطر کې د امریکا ویزو ته په تمه دي، کولای شي په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
خبرپاڼه کې داهم ویل شوي چې، دغه کډوال دې دلته تر راتګ وروسته په عزت سره نورو هېوادونو ته د تګ پرېکړه وکړي.
یاد وزارت ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هیڅوک ترې په زور بل هېواد ته نه لېږدول کېږي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې بهرنیو چارو وزارت له نورو هېوادونو سره د افغانانو د حقونو د ساتنې لپاره د کونسلي همکاریو او منظم میکانیزم په چوکاټ کې همکارۍ ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې، څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې، ګواکې امریکا په قطر کې مېشت افغان کډوال کانګو ته لېږدوي.
دغه خبر سره هم مهاله هلته مېشت افغان کډوال سخت اندېښمن او کانګو ته یې له تګ انکار وکړ.
د دې خبر تر خپرېدو وروسته بیا د امریکا د ولسمشر ټرمپ وېډیو خپره شوه چې، په کې د دې کډوالو په تړاو د شوې پرېکړې په اړه ترې پوښتنه کېږي، خو ټرمپ وایي، چې کانګو ته د افغان کډوالو له پرېکړې خبر نه دی.