Homeخبرونهپاکستان کې ۱۱ میلیونه پاکستانیان له سختې لوږې سره مخ دي

پاکستان کې ۱۱ میلیونه پاکستانیان له سختې لوږې سره مخ دي

تاند (شنبه د غویي/ثور ۵مه) دملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان په خپل تازه راپورکې ویلي چې، پاکستان د نړۍ له لسو تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی.

په راپور کې راغلي چې، په دغه هیواد کې شاوخوا ۱۱ میلیونه پاکستانیان له جدي لوږې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خپاره شوي راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۱ میلیونه پاکستانیان د خوړو له جدي کمښت سره مخ وو، چې له دې ډلې ۹،۳ میلیونه کسان د خوړو د بحران له جدي کچې او نږدې ۱،۷ میلیونه نور د بیړني حالت له لوړې کچې سره مخامخ شوي دي.

د سرچینې د راپور له مخې دغه وضعیت د خوارځواکۍ د کچې د زیاتوالي لامل شوی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان په راپور کې په ځانګړي ډول د بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونه تر ټولو ډېر اغېزمن یاد شوي دي.

سخت اقلیمي بدلونونه، پرله‌پسې سېلابونه او اقتصادي ستونزې د خوړو د کمښت اصلي عوامل بلل شوي.

په راپور کې ویل شوي چې ډېری اغېزمن کسان د خوارځواکۍ په درېیم او څلورم پړاو کې شامل دي، چې دواړه د بحران له سختو کچو شمېرل کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي چې، په پاکستان کې د خوړو بحران نه یوازې ځايي اوسېدونکي اغېزمن کړي، بلکې هلته مېشت افغان کډوال هم له همدې ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د کډوالو لوړه کچه لري او همدې وضعیت د خوړو بحران نور هم ژور کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده| لعل پاچا ازمون

له درېم ټوک څخه د ۱۳۷۲ کال د کورنیو جګړو یو انځور بې کسه کتاب او د چوپتیا چغې د کوټې منځنی لاړی پر ملا مات و،...