Homeخبرونهملابرادر د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه تائید کړه

ملابرادر د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه تائید کړه

تاند (شنبه د غویي/ثور ۵مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په غونډه کې په کابل کې د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو طرحه او پرنسیپ تایید کړه.

یاد معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو لپاره خصوصي سکټور د شاوخوا اته میلیارده ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

دغه ښارګوټی په ۱۱ زره جریبه جوړېږي.

د مالوماتو له مخې په دې ښارګوټي کې به لسګونو زرو هېوادوالو ته د سرپناه برابرولو ترڅنګ زرګونه کاري فرصتونه هم برابر شي.

دا طرحه داسې مهال تائیدېږي چې، د مرکز کابل په ګډون د هیواد په ټولو ولایتونو کې خلک د سرپناه له کمښت سره مخ دي.

عام خلک وایي په دې وروستیو کې هیواد ته د کډوالو بېرته راتګ سره د استوګنې د کورونو کمښت ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت | ذبیح الله شفق

د اپریل ۲۳ مه د یونسکو له لوري د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې ده. په دې مناسبت د ښاغلي شفق د مقالې لوستلو...