پاکستان له چین سره ژورې اړیکې لري ځکه چین او هند هم سره په رقابت او دښمنۍ کې دي. پاکستان له امریکا سره هم اړیکي لري او په سیمه کې د هغې ګوټک دی چې د خپلو اهدافو لپاره یې استعمالوي. بیا چین او امریکا سره په رقابت کې دي، نو پاکستان د امریکا او چین تر منځ تعادل څنګه ساتلې شي؟ پاکستان له ایران سره نږدیوالی یا بیطرفي غواړي خو بیا د سعودی او اوس هم غواړي چې قطر سره امنیتي تړونونه ولري. له بلې خوا، چین د ایران حمایت کوي خو په عین حال کې د عربو هیوادونو سره هم ستراتیژیکې اړیکې غواړي. که ایران تقویه کیږي او د سیمې نوی قدرت پاتې کیږي، عربي هیوادونو به د ایران د ګواښ لاندې همیشه وي. اوس چین او پاکستان څنګه کولې شي چې هم د ایران او هم د عربو سره نږدې اړیکې ولري چې د یوبل امنیت او اقتصاد ته تهدید نه وي.
افغانستان هم د بلاګانو په منځ کې ګیر دی. نه پوهیږي چې کومه خوا ونیسي ځکه هند د اسرایلو سره ښې اړیکې لري او د پاکستان مخالف دی. چین د پاکستان سره ښې اړیکې لري او غواړي چې د افغانستان سره هم ښې اړیکې ولري. بیا پاکستان او اسرایل دواړه په منځني ختیځ او سهیلي اسیا کې د امریکې د متحده ایالاتو ګوټکونه دی. چین له یوې خوا د پاکستان سره اړیکې لري، د بلې خوا د ایران سره مرسته کوي او د امریکې مخالف دی. پاکستان د امریکې د ګټو په خاطر، همیشه د اسرایلو سره مرسته کړیده ځکه جنرال ضیاالحق فلسطینیان وټکول خو ظاهره یې په پاکستان کې د اسرایلو په ضد شعارونه ورکول او د غزې د سولې په کمیسون یا بورډ کې هم غړی دی.
سوال دا دی چې کوم هیواد د یو بل دوست او دښمن دی؟
دلته نو سیاسي علوم پکاریږي چې سیاسي علومو ته سیاسي ساینس وایي چې څنګه ګټه او تاوان وسنجول شي او اخره کې په کومه خوا او څه وخت د سیاسي مسیر د حرکت معادله تغیر کړي. په سیاست کې هم د ساینس نه انکار نشي کیدلې ځکه ساینس درته د خپلې جغرافیي، اقتصاد، ټولنیز جوړښت او سیاسي نظام په اساس محاسبه کوي چې د کوم هیواد سره څنګه او په څه ډول اړیکې وساتې چې نه دې وخوري او نه دې د بام د سر نه ښکته ګذار کړي.
شاه محمود میاخیل
د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دورانيمشر او د جمهوري غوښتونکو د ځوځښت د سیاسي چارو مسوول