تاند (جمعه، د غويي/ ثور ۴ مه) د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د جمعې په ورځ تایید کړه چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د هغه سلاکار او زوم جرد کوشنر به له ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
هغې له فاکس نیوز سره په خبرو کې وویل چې ټاکل شوې د امریکا استازي د شنبې په سهار سفر پیل کړي.
تر دې مخکې، سياېناېن شبکې او رویټرز خبري اژانس هم راپور ورکړی و چې دا دواړه چارواکي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي. رویټرز ویلي چې یوه امریکايي چارواکي دا موضوع له دغه اژانس سره شریکه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا سفر به «ډېر ژر» ترسره شي.
سياېناېن، چې دا خبر یې لومړی خپور کړی، د امریکا د دوو حکومتي سرچینو له قوله ویلي چې دا سفر د روانو ډیپلوماټیکو هڅو برخه ده.
د ونس د سفر احتمال
د راپورونو له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس دا مهال پاکستان ته د سفر کوم مشخص پروګرام نه لري، خو که چېرې خبرې پرمختګ وکړي، نو چمتو دی چې اسلاماباد ته ولاړ شي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفرونه
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په خپله خواله رسنۍ (ایکس) کې لیکلي چې اسلاماباد، مسقط او مسکو ته په سفر روان دی. د هغه په وینا، د دې سفرونو موخه له شریکانو سره نژدې همغږي او د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم ویلي چې عراقچي به د خپل سفر پر مهال د امریکا-اسرائیل له لوري د جګړې د پای ته رسولو، او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په اړه وروستي پرمختګونه وڅېړي.