Home+نوی کتاب نوې خبرې

نوی کتاب نوې خبرې

د ۴۴ په نوم د دوکتور سید اصغر هاشمي نوی کتاب چاپ شو، دغه کتاب د محتوا له مخې نوې خبرې لري. په ورته موضوع به ډېر کار شوی وي، خو دغه کار له پخوانیو کارونو سره توپیر لري.

د کتاب پېژندنې په اړه یې سره ولولئ!

سریزه

د لاروي په ژوند لیک کې هغه خبرې راغلې دي چې ډېر لوستونکي به یې د خپل ژوند پېښې وګڼي او پرې تېرې شوې حادثې به په یو نه یو ډول د خپل ژوند واقعات وګڼي.

دا اثر په دې اړه خبرې لري چې  لاروی د اختیار خاوند دی، نو بیا ولې د جبر په لومو کې بند دی؟ که د جبر تابع دی، څنګه کولای شي چې د اختیار په وسیله پر جبر فرمان وچلوي؟

نوموړی اختیار مني، خو له جبر څخه انکار نه کوي او خپل ژوند د جبر او اختیار په درلودلو سره تېروي،کوښښ کوي چې د اختیار په وسیله جبر تابع کړي.

دغه ژوند لیک د نورو خلکو د ژوند له داستان سره توپیر لري او  د ياد اثر وړاندې کولو طرز هم له نورو پخوانیو اثارو سره یو شان نه دی.

لاروی د خیر او شر په جګړه کې ښکېل دی، له ځان سره جګړه کوي او له  داخلي کشمکش سره مخ دی. دغه ستونزه په حال  کې واقع شوې ده، خو له ماضي سره اړیکه لري او له ماضي څخه ډېرې کړنې او عادتونه ورته په میراث پاتې دي.

د وراثت له پاتې شويوعادتونو شکایت کوي، په اختیاري کړنو کې د لاشعور له لاسوهنې سره مخ دی او د ټولنیز لاشعور ستونزې تجربه کوي. کله چې د خپل ژوند په اړه خبرې کوي، په زغرده وايي چې د سایکالوژیکي جبر تر اغېزو لاندې دی، لاشعور یې ځوروي او ټولنیز لاشعور ورته په لسګونو ستونزې جوړوي.

د چاپېریال د ستونزو یادونه کوي او ډېر ټولنیز، سیاسي، جغرافیوي او فرهنګي  موضوګانې دي چې  په ژوند کې یې واقع شوي او له لسګونو ستونزو سره یې مخ کړی دی.

د لاروي کیسه په مجرد ډول د شخصي ژوند داستان نه دی، بلکې هغه عوامل دي چې په ژوند کې یې واقع شوي او شخصیت ته یې تبارز ورکوي. کله یې شخصیت مثبته خوا وړاندې کوي او کله منفي. کله په خلکو او چاپېریال نیوکې کوي او کله ځان ته لارښوونې کوي. کله ځان ته نصیحت کوي او کله نورو ته تبلیغ کوي، کله نورو ته نصیحت کوي او کله یې له نورو اوري.

دغه داستان له زېږون څخه مخکې پیلېږي او په ۴۴ کلنۍ پای ته رسېږي. همدارنګه ټول هغه فکتورونه ښودل شوي دي چې د انسان پوهنې په برخه کې د یادونې وړ دي. انسان پېژندنه به یوازې شخصي ژوند نه وي، د هغه احساسات برملا کول دي، د ژوند د خپګانونو پېژندل دي، د عادتونو شاته یې د بېلابېلو علتونه موندل دي، پر شخصیت یې د ټولنې او وراثت اغېزې دي، د زړه، عقل او حواسو تر منځ د توافق، هماهنګۍ او د تضادونو د علتونو ثابتول دي، د مثبت فکر ګټې او له منفي فکر څخه د خلاصون لارې چارې دي، د منفي فکر د پیدا کېدو لاملونه دي، په ژوند کې اراده، د مهاجرت اغېزې، د بېلابېلو ټولنیزو مسایلو تاثیرات، پر حال یې د ماضي اغېزې او په لسګونو داسې نور مسایل دي چې په دغه اثر کې ښودل شوي دي چې د لاروي د ژوند داستان بیانوي. د اکثرو خلکو د ژوند داستان له دغې کیسې سره اړیکې لري او ډېر خلک به دغه کیسه د خپل ژوند کیسه وګڼي.

 کسیه په ځېنو ځایونو کې له عرفاني مسایلو سره تړاو لري او د لاروي ژوند د ټولنپوهنې له اړخه وړاندې کوي چې کله کله پکې فلسفي څرکونه لیدل کېږي. ډېر داسې بحثونه لري چې له ارواپوهنې سره اړیکې لري او دغه داستان ډوله لیکنه د نورو علومو په مرسته د لاروي د ژوند داستان بیانوي.

په  ياد ژوند لیک کې ډېرې داسې خبرې شته چې دلته یې یادونه  نه ده  شوې، ځکه چې د ټولنې ډېر وګړي د فرهنګ تابع دي او د فرهنګ له  لومې خلاصیدل او ازادي اخېستل به له ډېرو ستونزو سره مخ کېدل وي، نو ځکه دغه داستان په ډېرو برخو کې سانسور شوی دی او د لاروي د زړه ډېرې خبرې په زړه کې پاتې دي.

خپلې خبرې په همدې ځای پای ته رسوم، تاسو ښاغلیو او اغلیو ته د کتاب د لوستو بلنه درکوم!

په درنښت

دوکتور سيد اصغر هاشمي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افسانوي سندرغاړې اشا بوسلي ژوند او هنر|غنی حسن

زوکړه او زده کړه: اشا بوسلې د ۱۹۳۳ کال د سپټمبر پر ۸مه د مهاراشترا په ایالت، د سنګلی-Sangli په کلي کي چي د کرشنا...