Homeخبرونهجوزجان او فراه کې د دوو ښځو په ګډون ۴۱ کسان په...

جوزجان او فراه کې د دوو ښځو په ګډون ۴۱ کسان په دُرو وهل شوي

تاند (شنبه د وري – حمل ۲۹مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي، چې په جوزجان او فراه ولایتونو کې یې د دوو ښځو په ګډون ۴۱ کسان په دُرو وهل شوي دي.

یادې محکمې زیاته کړې چې، دغه کسان د نشه‌يي توکو د تولید، پېر او پلور، روژې خوړلو او «زنا» په جرمونو په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان یې د دې ډلې د سترې محکمې له پریکړې سره سم له ۲۰ څخه تر ۳۹ دُرو وهلي دي.

د طالبان له حاکمیت را وروسته په افغانستان کې په عام محضر کې خلکو ته په عام محضر کې سزا ورکولو لړۍ پيل کړې ده.

دا ډول سزاوې که څه هم په کور دننه او دباندې غبرګونونه لري او ټولو په یوه غږ د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کړې خو طالبانو لاهم دا ډول سزاوې روانې ساتلې دي.

د بشر حقونو فعالان دا د انساني کرامت خلاف کړنه یادوي او د درېدو غوښتنه یې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کور ته د اختر سودا د شپې راوړی

دا بیت د ټولنې د اقتصادي نابرابرۍ، انساني درد او د اختر د خوښیو تر شا د پټو محرومیتونو ژور انځور وړاندې کوي:  کور ته...